The news is by your side.

هرات والي د ټولګټو وزارت ترازوګانو کې د فساد بانډ جوړ کړی

خبریال وېبپاڼه/ د یو شمېر ترانسپورټي شرکتونه مسوولین او موټرچلوونکي ادعا کوي چې د هرات دروازې په لوړ تناژ ترازوګانو کې د قانون خلاف ترې پیسې اخیستل کېږي. 

هغوی ویلي چې له هر موټره تر شل زره افغانی غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي او دولت پر ځای د زورواکو جیبونو ته ځي، چې موټرچلوونکي او د ترانسپورټي شرکتونو مسوولین یې نور سخت اندېښمن کړي دي.

که څه هم مالومه نه ده، چې دغه پیسې د کومو زورواکو جیبونو ته ځي، خو موټرچلوونکي او د ترانسپورټي شرکتونو مسوولین په دغو ناقانونه پیسو کې د هرات والي عبدالوحید قتالي شریک بولي.

دوی وايي، چې د هرات والي د دغو ناقانونه پیسو د اخیستو لپاره د فساد منظمه کړۍ جوړه کړې او په یوه او بل نوم له موټرچلوونکو پیسې اخلي او شخصي جیبونو کې یې اچوي.

عبدالواسع په هرات کې د نوي کوهدامن افغان ترانسپورټي شرکت مسوول دی، هغه وايي، چې ولایتي اداره د دې پر ځای چې خصوصي سکټور په ځانګړي ډول موټرچلوونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، برعکس له خلکو ناقانونه پیسې اخلي.

روح الله چې د کابل ـ هرات په لویه لار باروړونکی موټر چلوي وايي، کله موټرچلوونکو دا پیسې د میرداود لوړ تناژ ترازو کې اخیستل کېږي او مسوول کس موټرچلوونکي ته هیڅ پارچه هم نه ورکوي، چې دا پخپله د فساد نښه ده.

عزت الله، چې د څلور باروړونکو موټر خاوند دی ادعا کوي چې ان د تېلو، ګازو او اوسپنو له موټرو هم د زیات وزن له امله له اتو تر لس زرو پیسې اخیستل کېږي، چې هیڅ اسناد نه لري.

د هرات د ولایتي شورا غړی عبدالرحیم صالحي هم د دغو ناقانونه پیسو اخیستو موضوع تاییدوي او وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم خلاف د هرات ترازوګانو کې پیسې اخیستل کېږي.

موټرچلوونکي ګواښ کوي چې که د هرات والي، چې په خبره یې، مستقیماً دغه فساد کې ښکېل دی، دغې ستونزې ته رسیدګي و نه کړي، نو دوی به د تېر په څېر یو ځل بیا کاري اعتصاب اعلان کړي او تر هغوی به فعالیت ونه کړي، چې ستونزه یې حل شوې نه وي.

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د هرات د والي نظر هم واخلو، خو همدا چې د دغې موضوع په اړه مو له نوموړي پوښتنه وکړه، ټلیفوني اړیکه یې پرې کړه.

د مالوماتو له مخې هره ورځ په منځني ډول له ۲۰۰ تر ۲۵۰ موټر د هرات ـ اسلام قلعه لویې لارې او د میرداوود له دروازې تېرېږي.

Comments are closed.