حکمتیار: د ترکیې کنفرانس خطر سره سوی

خبریال ویبپاڼه/ تمه ده چې د افغان سولې په هکله د ترکیې اساتنبول کې د روانې میاشتي په ۲۴ نېټه یو لوی کنفرانس د ډیر لورو په ګډون جوړ سي چې اوس حکمتیار پکښي خاشې ماتې کړې.

د سلامي حزب مشر ګل بدین حکمتیار نن په یوه خبر غونډه کې تازه څرګندونې کړې چې د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله يې هم شک ښودلی او ویلي يې دي چې د دوی ځنډ لوژستیکي نه بلکې سیاسي اړخ درلود

هغه ویلي د سرتیرو پاتي کیدل او د وتلو وروستۍ پریکړې اعلان د استانبول غونډهله خطر سره مخ کړې ځکه د سرتیرو وتلو په برخه کې لوژستیکي نه بلکي  سیاسي اړخ په ګوته سوی.

ګل بدین له طالبانو وغوښتل چې په هر رنګه شرایطو کې دي له افغانانو سره دسولې خبرو ته دوام ورکړي او له همدې لارې دي کوښښ وکړي چې جګړې پای ته ورسوي.

هغه وویل طالبان که جګړه یا سوله کوي نو خبرې دي نه دروي ځکه دا خبرې له امریکا سره نه بلکې له افغانانو سره دي

د ګل بدی حکمتیار له څرګندونو د امریکا په هکله داسې ښکاریدله لکه چې شک يې باندې کړي او داسې ښکاریدل لکه امریکا چې یو سیاسي کړنه ترسره کړې وي او د خپلو سرتیرو ماموریت یې اوږد کړ.

د هغه له انده د امریکايي سرتیرو وتلو لوژستیکي اړتیا نه درلوده بلکي دا یوه سیاسي کړنه وه چې امریکا ترسره کړه ده هیله وښوده چې سوله به کیږي.

تمه ده چې د افغان سولې په هکله د ترکیې کنفرانس په نژدې ورځو کې جوړ سي خو کوم خطرونه دي چې د ګل بدین په وینا دا کنفرانس ورسره مخ دی ښايي هغه د طالبانودریځ ته په کتلو دا خبره کړې وي ځکه چې طالبان اوس هم د دوحې هوکړې ته په کتلو سره عمل کوي او تراوسه يې په دې کنفرانس کې د ګډون په هکله هم څه نه دي ویلي هغوی په خپل وروستي دريځ کې چې د دې  کنفرانس په اړه يې ویلی وو، چې تراوسه يې مشورې نه دي خلاصې او د جنوري پر ۱۶ نېته باندې د اساتبول کنفرانس کې ګډون نسي کولی خو دا چې دا کنفرانس په ۲۴ د روانې میاشتي جوړیږي طالبان به ګډون وکړي که نه؟

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More