fbpx

دمحلي ځواک په جوړېدو کې دفاع وزارت ډېر دقیق دی

د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، دغه وزارت په هېواد کې د امنیت د کابو او ښه کولو لپاره نوې طرحې تر کار لاندې لري. بهرامي دغه څرګندونې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.

ښاغلی بهرامي د کورنیو چارو ویس احمد برمک او د ملي امنیت د رییس محمد معصوم ستانکزي سره یو ځای په هېواد کې وروستیو امنیتي حالاتو ته په کتو مشرانو جرګې ته د پوښتنو لپاره وربللی شوی وو.

نوموړي د امنیتي وضعې په اړه د سناتوراتو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې دفاع وزارت په هېواد کې د امنیت د کابو کولو له پاره نوې طرحې تر لاس لاندې لري، چې کار پرې روان دی او په پلي کېدو سره به یې د امنیت په ښه والي کې د پام وړ پرمختګ وشي.

هغه د دفاع وزارت د دغه طرحو څخه یوه هم د سیمیزې اردو جوړول یاد کړل، چې په ځینو ولایتونو کې یې کار پیل شوی او په ځینور نورو هغو کې به هم یو په بل پسې پیل شي.

ښاغلي بهرامي د امنیت په برخه کې د سناتورانو اندېښنې پر ځای وبللې خو وه یې ویل، چې دفاع وزارت د امنیت د خوندي کولو په خاطر په بېلابېلو سیمو کې د پراخو عملیاتو پلان تر کار لاندې دی چې په تر سره کېدو سره به یې وضعیت تر یوه حده کنټرول شي.