The news is by your side.

امریکا افغانستان ته تازه دمي سرتېري رالېږي

خبریال وېبپاڼه/ له ډېرو چنو او کشمکش وروسته بالاخره د امریکا ولسمشر جو بایډن دوې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د سپټمبر میاشت کې به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.
اوس تازه د امریکا دفاع وزارت ویلي چې دوی به د سپټمبر میاشتې له یوولسمې نېټې وړاندې افغانستان ته تازه دمي سرتېري را ولېږي.
دفاع وزارت ویلي، چې دغه سرتېري د خپلو سرتېرو تر بشپړ ایستلو مخکې افغانستان ته ته رالېږي، چې دنده به یې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پر مهال د امنیت تامین وي.
پنټاګون افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو د نیټې او کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو ښايي د دغو سرتېرو شمېر سلګونه ته ورسېږي، تر څو د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر ونیسي.
که څه هم د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې طالب ډله پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، خو دا چې طالبان یوه بې باوره او په خپلو ژمنو نه درېدونکې ډله ده، امریکا غواړي د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره پخپله امنیتي تدابیر ونیسي.
هلته طالبانو بیا څه وخت مخکې امریکایانو ته اخطار ورکړ، چې که د دوحې تړون له مخې د مې تر میاشتې ونه وځي، نو دوی به یې پر اډو بریدونه پیل کړي، چې ذمه وار به یې پخپله امریکا وي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په کور دننه ګڼ شمېر غبرګونونه را پارولي، چې ځینې ورته خوشبین دي او ځینې بیا اندېښنه څرګندوي، خو عمومي نظر دا دی چې د امریکایي ځواکونو وتل به د سولې بندې دروازې او د جګړې د دوام لپاره د طالبانو وروستۍ دلیل ختم کړي او په یو ډول به سولې ته غاړه کښېږدي.
د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان دوه انتخابه لري، یا به وځي او یا به د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه کوي، خو د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای، ځکه چې د افغانستان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو دوو کلونو راهیسې ټول نظامي عملیات پخپله مخته وړي او د دفاع پوره تابیاوې لري.
طالبانو ته پکار ده چې د سولې لار غوره کړي او د خبرو له لارې نور د جګړې روان بهیر ته د پای ټکې کېږدي.

Comments are closed.