The news is by your side.

ایران طالبان عجبې لارې ته را وبلل

خبریال ویب پاڼه/ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې طالبان شک وکاږي اوس نویم کلونه نه دي او دوی باید ډیمکراسۍ ته مراجعه وکړي او ځان بدل کړي.

جواد ظریف د ریزینا ډیالوګ انلاین ناستي ته خبرې کولې هغه وویل طالبان دي د ډیمکراسي پر اساس ځان بدل کړي او دوی غواړي چې نوییمو کلنو ته بیرته ستانه سو نو دا امکان نلري.

د جواد ظریف د څرګندونو پرمهال د افغانستان ملي امنیت شورا مشر حمد الله محب هم حاضر وو په دې انلاین ناسته کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اسي جي شنکر هم ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه که د طالبان ایډیالوژي بدلیږي یانه موږ بیرته زاړه افغانستان ته نه ستنیږو او اوس موږ په یوه نوی افغانستان کې ژوند کوو.

هغه دا هم وویل چې  موږ د افغان سولې د غونډې کوربتوب ته هم تیار یو.

ایران په داسې حال کې له طالبانو د بدلون دعوه کوي چې هغوی غواړي ځان نه بلکي میلیونونه افغانان بیرته شلمې پیړۍ ته ورسره بوزي، ځکه د دوی ایډیالوژي تر اوسه تغیر نه دی کړی.

د افغان سولې لپاره هڅې روانې دي او په دې کې د ایران د رول یادونه هم کله کله کیږي خو دا عجبه غوښتنه ده چې ایران له طالبانو کړې خو طالبان به هیڅکله بدل نه سي.

په دې ناست کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل طالبان دي دا فکر نکوي چې بیرته به پر افغانانو وتپل سي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې تمه ده د روانې میلادي میاشتي پر ۲۴ نېټه ترکیه کې د افغان سولې لپاره لوی کنفرانس جوړ سي چې د مي میاشتي تر ۴ نېټې پوري به دوام وکړي.

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ویري سته که د سولې کومه هوکړه ترسره نه سي نو جګړې به زور واخلي خو افغان ولسمشر ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه د دې جوګه دي ترڅو د هېواد او خلکو ساتنه وکړي په مهال د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د نا امنیو او جګړو راپورونه هم ورکول سوي دي، چې خلک يې خپل راتلوونکې او د سولې راتللو په هکله په اندېښنه کې اچولي

Comments are closed.

koi finance