The news is by your side.

د زابل او غزني په هکله د امنیتي مشرتابه ګډه پریکړه

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې  په خواله رسنیو کې داسې اوازې او انګازې خبرې سوې چې ګواکي وسلوال طالبان پر زابل او غزني ولایتو پر یو شمېر سیمو د بریدو پلانونه لري، ورسره هممهاله د افغانستان امنیت شورا تر چتر لاندې د امنیتي ارګانونو د مشرتابه له لوري پریکړه سوې چې دواړو ولایتو ته به لازمې پاملرنه کوي او د دواړو ولایتونو د ښه امنیت د تنظیم په موخه به  امنیتي او دفاعي سرتیرو ته د لا نورو امکاناتو برابرولوبرخه کې بیړنی اقدام کیږي.

خبریال ویبپاڼې ته د ارګ یو شمېر سرچینو وویل چې افغان ولسمشرټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی ترڅو د ټولو ولایتو امنیت ته پاملرنه وړي او په ځانګړي ډول د زابل د امنیت پر تړاو کوټلي ګامونه واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا تکرار کړې چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې او هېواد ساتنې توان لري او په هیڅ صورت کې به دښمن ته اجازه ورنکړي چې هېواد او ولس لانور زیانمن کړي.

بل پلو د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه داسې راپورونه ورکول سوي چې افغان ځواکونو ته د طالبانو په واندې له دفاعي حالته نه تعروضي حالت ته د را ایستل کیدلو امر سوی ترڅو د طالبانو سم ځواب سوی وي.

د دواړو ولایتو په ځینو لیري پرتو سیمو کې طالبان راټول سوي وو، ترڅو وښيي چې یو ګواښ دی او پر دولتي هدفونو به بریدونه وکړي، خو د افغانستان امنیت شورا د پریکړې له مخې د زابل او غزني او په ټوله کې د ټول افغانستان ولایتونو امنیت ته پاملرنه کیږي او چاته به اجازه ورنکړي چې د لایتونو امنیت خراب کړي.

د امریکا له لوري د سرتیرو د وتلو له اعلان سره سم افغان دولت اعلان وکړ چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي او کولای سي چې د هېواد امنیت خوندي کړي.

په ورته مهال امریکايي لوري ویلي چې د دوی وتل په دې معنی نه دی چې افغانستان به یوازي پريږدي هغوی په خپلو نویو ژمنو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په ټولو برخو کې د همکارۍ خبره کړې او ویلي یې دي چې د دوی همکارۍ به په بیلابیلو برخو کې دوام ولري.

Comments are closed.