The news is by your side.

که امریکا نه وي هم پر افغانستان به کنټرول لري

خبریال ویب پاڼه/ امریکا په خپل تازه بیان کې ویلي له پوځي حضوره پرته به هم افغانستان تر څار لاندې ولري او د القاعده د احتمالي ښکاریدو په صورت کې به حالات په نظر کې ولري.

امریکا ویلي له دې پرته چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري کولای سي د القاعدې له لوري د امریکا پر وړاندې ګواښونو مخنیوی وکړي او په وړاندي يې ودریږي.

سپینې ماڼۍ ویلي د هر ډول په وړاندې ابزار لري او مخنیوی به یې وکړي د امریکا ملی امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي په افغانستان کې د ترهه ګریزو بریدونو پر وړاندې لاس په کار کیږي، او په افغانستان کې دوی د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام او طالبانو ته يې پیغا واضح دی.

د امریکا له دې دریځه داسې ښکاري چې تر پوځي حضور استخباراتي حضور زیاتوي او دلته به هرڅه تر خپلو سترګو لاندې څاري او یوه بله مهمه خبر دا چې د تاوتریخوالي د کچې ډیر والی کولای سي د امریکا له حظور سره په افغانستان کې مرسته وکړي چې پاتي سي تراوسه پوري لاهم امریکایان په خپلو ژمنو  چې مي میاشت کې به له افغانستانه وزي وفاداره نه دي پاتي  سوي او طالبانو ګواښ کړی که چیري امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وزي نو د راتلوونکو خطرونو په هکله به ټول مسؤلیت د امریکا پر غاړه وي.

تیره چهارشنبې د امریکا دولت اعلان وکړ چې خپل پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱ له افغانستانه وباسي چې ورسره هممهاله ناټو او غړو هېوادونو هم دا نېټه خوښه کړه او ویې ویل چې  دوی به هم په همدې نېټه له افغانستانه وزي.

چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو په هکله په سیمه ییزه او کورنۍ کچه ګڼ غبرګونونه را پورته سول د امریکايي سناتورانو قهر هغه وخت ډير سو کله چې بایډن له افغانستانه د سرتیرو ایستلو خبره وکړه.

اوس پوښتنه داده که امریکا وزي بیا نو د څه ډول کنټرول خبره کوي طالبانو د امریکا د حضور د ختم غوښتنه کړې خو امریکا په بار بار له افغانستان سره نژدیکت غوره کړی او ویلي یې دي چې بیا هم له افغانستان سره نژدې پاتیږي او پر دې هېوا به خپل کنټرول ساتي

Comments are closed.