امریکا روسیې ته توره له تیکې وکښه

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا او روسیې نوی ټکر ارمنځ سوی او پر روسیه یو شمېر بندیزونه وضعه سوي امریکا وايي دا یې د روسیې د هکري او سایبري بریدونه په خاطر کړي دي.

په لومړي سرکې ویل کیږي چې امریکا له خپلې خاوري د لسو ډیپلماټانو د ایستلو خبره کړې او دا د بندیزونو لګولو د یوې برخې په توګه و شمېرل سي او پر یو شمېر نورو روسي اتباعو باندې هم د بندیزونو لګولو خبره سوې ده.

امریکا داسې انګیرلې چې دا ګام د هغه څه په بدل کې چې تیر کال کریملین پر امریکا سایبري بریدونه کړي ول جوبایډن له لویه سره روسیې ته خوړین وو او هسې یوه فلمه یې لټوله.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تور پوري کړی چې د تیر کال ولسمشریزو ټاکنو کې روسیې هېواد هکري بریدونه کړي او همدارنګه يې د امریکا پر ځینو امنیتي ادارو هم ورته بریدونه کړي او کریملن يې ځواب غواړي او باید ځواب يې هم ورکړي.

امریکا د خپلو بریدونو په لړ کې د شپږو شرکتونو کې دولت سره په سایبري فعالیتونو کولو تورن دي هم د بندیزونو یوه برخه جوړوي.

د امریکا دې بندیزونو ۳۲ روسي او ادارې په خپله توردایره کې را وستلې چې د امریکا د تیرو ټاکنو په پروسه کې يې مداخله کړې او نا سم مالومات يې هم خپاره کړي ول.

کله چې  له اوباما وروسته د امریکا واک ته ډونالډ ټرمپ رسیږي نو د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکي عادي حالت رسیړي او تقریبا دواړه هېوادونه مناسبې اړیکي لري خو په هغه وخت کې لکه روسیه چې د امریکا لارښود وي او یاهم پرې پیاوړی هېواد وي داسې ښکاریده خو له ټرمپ وروسته چې کله بایډن واک ته رسیږي نو د دې هېوادونو ترمنځ عادي اړیکي خونړۍ کیږي او تر ډیره بریده د داوړو هېوادونو مناسبات هم خرابیږي.

چې ډیر ځله د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیه ګواښلې او هغه يې د امریکا په کورنیو چارو کې په لاس وهنه تورنه کړې.

امریکا ویلي چې د تیر ۲۰۲۰ ټاکنوکې روسیې د ډونالډ ټرمپ په ګټه کار کړی او په دې ټاکنو کې يې لاس وهنه کړې خو روسیې د امریکا دا تورونه رد کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More