The news is by your side.

افغان ځواکونه د هېواد ساتنې جوګه دي او د ملي اردو شمېر زیاتیږي

خبریال ویبپاڼه/ په داسې حال کې چې له سپټمبر میاشتي وروسته به هیڅ بهرنی سرتیری په افغانستان کې نه وي افغان دولت خبر ورکوي  چې افغان ځواکونه پیاوړي سوي او کولا سي چې امنیت اداره کړي.

د افغانستان امنیت شورا او داع وزارت په دې هکله تازه څرګندونې کړې دي هغوی ویلي د بهرنیو ځواکونو په شتون کې هم افغان ځواکونو د هېوا په امن کولو کې ستر رول لوبولی دی.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي اوس هم افغان ځواکونه د هېواد ۹۶  سلنه عملیات په خپه ترسره کوي او همدارنګه چمتو دي ترڅو د ټول هېواد امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي.

ملي امنیت شورا وايي چې افغان ځواکونه دا مهال له ترهه ګرۍ سره په لومړۍ کرښه دي او له تخنیکي پلوه د ځان بسياینې پر لور پوره او سمبال ښکاري.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم ورته نظریه وړاندې کړې او زیاته کړې يې ده چې له تیر یوه کال را په دې خوا ترهه ګرۍ سره په جګړه کې  هیڅ بهرنی افغان ځواکونو سره نسته او د عملیاتونو طرحه او تطبیق همدا افغان سرتیري کوي

جزیات وايي اوس مهال د افغان ملي پوځ شمېر له ۲۰۰ زرو څخه اوړي او لا به هم د دې ځواکونو شمېر زیات سي.

که چیري امریکا له افغانستانه ووزي نو پياوړي افغان ځواکونه به په مستقل او بغیر کوم خنډه د خپلو اهدافو لاس ته راوړلو لپاره وجنګیږي اوس ښايي په دې برخه کې څه خنډونه وي

امریکا د خپلو پوځیانو وتلو وروسته بیا هم له افغان ځواکونو سره د ملاتړ خبره کړې او زیاته کړې يې ده چې د دې ځواکونو په تجیز او پیاوړتیا کې به بیاهم مرسته کوي.

افغان دولت ویلي چې د امریکا د پوځيانو وتلو ته درناوی لري او افغان ځواکونه به په یوازي سر د هېواد ساتنې جوګه و اوسي ځکه دوی وايي تر دې وړاندې هم افغان ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په خپلې وړتیا ښودلو د خلکو امنیت خوندي کړی او لابه هم خپلې دې چارې ته دوام ورکړی.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم جګړې دي او خلک د جګړو زیاتیدلو په اړه اندېښنې لري

Comments are closed.