The news is by your side.

د طالبانو اعلامیه کې د امریکا پر ضد د جګړې ټکي نه ښکاري

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا له لوري د سرتیرو وتلو په هکله طالبانو هم غبرګون ښودلی هغوی ویلي دا  ښه پریکړه ده چې بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي ولې د دوحې هوکړې په نقض د دوی لاره خلاصه ده چې هرڅه کوي.

دوی ویلي امریکا د دوحي هوکړې هوکړه نقض کړه ځکه دوی باید خپل سرتیري د مي میاشت تر لومړۍ ایستلي وای خو دا چې نه يې دي ایستلي د هوکړې نقض يې کړی، هغوی د جګړې نه دي ویلي خو یوازي يې دومره ویلي چې هرڅه يې زړه وي کوي يې .

تر دې وړاندې له مي میاشتي وروسته طالبانو د سخت غبرګون خبره کړې وه او همدارنګه په دې نژدې ورځو کې له افغانانو سره د جګړې ډګر تود ساتلو په هکله ویلي وو، چې له دوی سره جګړه ثواب لري، خو امریکایانو ته يې د جګړې کولو خبره نه ده کړې، طالبان که څه د امریکا په وړاندې ځان پر حق او پیاوړی بولي خو له وروستۍ اعلامیې يې داسې ښکاري که هرڅومره امریکایان دلې پاتي سي نو بریدونه به پرې ونکړي.

طالبانو یوازي ویلي چې زموږ جنګیالیو ته د امریکا سرغړونې لاره پرانستله او موږ چې هرڅه کول مسؤله يې امریکا ده خو تر دې وړاندې يې بياویلي وو، چې له مې میاشتي وروسته به پر بهرنیو ځواکونوبریدونه وکړي.

د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې تر راتلوونکي مي میاشتي پوري باید د امریکايي ځواکونو په ګډون له افغانستانه ټول بهرني سرتیري وتلي وای خو داسې ښکاري چې امریکا پا تي او طالبان به ورته په غټو غټو ګوري.

امریکا او متحدین یې که چیري جګړه نه وه او حالات سم وو، د سپټمبر پر ۱۱ له افغانستانه خپل سرتیري وباسي او که چیري طالبانو بیاهم تاوتریخوالي ته زور ورکړی نو شوني نه ده چې بهرنیان دي افغانستان پریږدي.

که چیري د طالبانو له لوري اوربند او یاهم جګړه دریدلې وای نو ښايي په مي میاشت کې هم د سرتیرو د ایستلو چاره شونې وای خوطالبانو بریدونه کول او نړیوالې ټولنې اندېښنه درلوده چې د دوی په وتلو سره افغانستان کې حالت خراب سي، ځکه نو یې خپل سرتیري د پنځو نورو میاشتو لپاره هم افغانستان کې پرېښودل

Comments are closed.