The news is by your side.

پاکستان بیا طالبان خفه کړل

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي که څه هم یوڅه د طالبانو صفت هم وکړ خو د خبرو په وروستیو کې يې هغوی بیرته خفه کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې لکه د طالبانو یو مسؤل چې وي ویې ویل اوس هغوی بدلون کړی او مثبت لورته یې توجو زیاته ده ځکه طالبانو اوس دا منلې چې افغانستان د شلو کلونو وړاندې افغانستان نه دی هرڅه بدلون کړی خلکو حالاتو او ځوانانو ځکه دوی اوس د دې مخالف نه دي چې نجونې دي ښوونځیو ته ولاړې سي هغوی ډیر بدلون کړی.

هغه زیاته کړه طالبانو پرمختګ کړی خصوصا د ښځو د حقونو په برخه کې او دا اوس مني چې نجونې دي ښوونځیو ته ولاړې ترڅو درسونه و وايي.

که څه هم قریشي دومره صفت د طالبانو وکړ خو وروستیو خبرو کې يې د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو په هکله اندېښنه وښوده او زیاته کړه چې په عجولانه ډول د سرتیرو وتل ښه نه دي موږ دا دریځ وړاندې هم درلود او اوس هم وایو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د قدرت خلا رامنځ ته سي او زیاتي ستونزې به جوړي کړي.

پاکستان تر دې وړاندې هم له طالبانو سره ورته ناځوانۍ کړې هغوی تر دې وړاندې هم د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو سره مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې چې د طالبانو د مخنیوي لپاره باید څه بهرني سرتیري په افغانستان کې پاتي سي.

تیره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې خپل ټول سرتیري به د سپټمبر تر ۱۱ نېتې پوري له افغانستانه وباسي چې د بایډن دې اعلان له ځان سره سخت غبرګونونه هم لرل په کور دننه امریکاکې استخباراتي او سیاسي امریکایانو دا یوه ناسمه پریکړه وبلله ناټو او سیمه ییزو هېوادونو هم له امریکا سره یوځای وتل تائید کړل.

خو د یو شمېر امریکایانو له نظره له افغاستانه دا ډول وتل د یوې بلې نوې جګړې د تکل په معنی ده او داسې ښکاري لکه چې  امريکا د افغا په جګړه کې ماتې خوړلې وي یو شمېر امریکايي ستاتورانو له بایډن څخه د دې پریکړې په هکله د بیاکتنې غوښتنه وکړه

Comments are closed.

koi finance