The news is by your side.

فدامحمد نظري ‌څوک وو او څه کار ونه یې کړي؟‌

خبریال وېبپاڼه / فدامحمد خواریکښ (نظري) د کندهار ولایت کې ځېږېدلی او او د ژوند لویه برخه یې د افغانستان د ولس د ښېګنې لپاره د قلم پّ مټ مبارزې ته ورکړې وه.
نوموړي ‌پنځه کتابونه چاپ‌ کړي‌ وو او یو قاموس یې تازه تر لاس لاندي وو.‌ خواریکښ نظري‌ د دیموکراتیکو افکارو څېښتن وو خو پر خدای او د الله تعلی پر کایناتو یې ژوره عقیده لرله
نوموړی په افغانستان کې سوله خپل ارمان باله او د لندن د ښکلي‌ ژوند قرباني یې دافغانستان د سولي‌د راتګ لپاره قرباني کړ.‌

خواریکښ نظري صیب د بریتانیا د پلازمېني لندن په هارو سیمه کې ژوند کاوه؛‌ کورنۍ او اولادونه یې اوس هم په بریتانیا کې اوسېږي.
نوموړی لیکوال او شاعر وو چې د بیلا بیلو شعرونو سره سره یې مقالې؛ ټوکی؛ او د ماشومانو د پښتو نومونو د لیکلو کتابونه چاپ ‌شوي ‌دي.

فدامحمد نظري د مرحوم نظرمحمد زوی او دم ګړی یې د پښتو اصطلاحاتو پر ډکشنري کارکاوه.‌
نظري صیب نرم خوش اخلاقه له بدو لیري سړی وو. هغه هر افغان ته د زدکړو کولو سپارښتنه کوله او تر ډېره بریده یې خپل وخت په مطالعه تېراوه.‌

نظري صیب د ژوند په لوړو ژورو کې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته سفرونه کړي‌ وو او د افغانستان د سولي‌ لپاره یې خپل ژوند په کابل کې تېراوه. ‌

خواریکښ نظري‌لکه له نوم څخه چې ښکاري خواریکښ وو او په دوو لاسونو راغلی خو لندن کې یې ځانته ښه ژوند جوړ کړ.‌

فدا محمد خواریکښ نظري په افغانستان کې له بیلا بیلو لیکوالو سره مالي‌مرستې کولې؛ مجلو او کتاب چاپونکو ته یې مالي‌امکانات ورکول او د افغانستان ځوانان یې حمایه کول.

نظری صیب په ادبي‌او سیاسي‌پروګرامونو کې ونډه لرله او د افغانستان دننه او له افغانستان بهر یې په بیلا بیلو هییوادونو کې به لسګونو سیاسي‌او ادبي‌ کانفرانسونو کې برخه اخیستې وه.‌

د فدا محمد نظري‌ د کورنۍ څلور غړي ‌نن له بریتانیا د کابل پر لور خوځېدلي‌دي‌ چې نوموړی خاورو ته وسپاري.
نظري صیب د ښو اخلاقو خاوند پر خپله خاوره او وطن مین افغان مسلمان وو چې د روژې مبارکې په لمړۍ شپه د هیواود خاورې او ملت دښمنانو د کابل د دریمې حوزې په دهبوري ‌سیمه کې په خپل کور کې په شهادت ورساوه فدامحمد نظري‌ که څه هم له بده مرغه اوس له موږ سره نشته خو کتابونه؛ مقالې؛ مرستې؛ او د سوله ایز افغانستان فکر به یې همېشه ژوندی وي.
شهید فدامحمد خواریکښ نظري ‌ته دې الله پاک جنتونه ورکړي‌او کورنۍ او دوستانو ته دې الله صبر ورکړي.
حکومت باید د نظري صیب قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري؛ دا بې آزاره معصومه څېره د وژلو نه وه.‌

لیکوال: میرویس افغان

Comments are closed.