تحريک لبيک له پاکستاني حکومته څه غواړي؟
خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې د لبيک تحريک د کسانو او پاکستاني پوليسو تر منځ سخت جنجال روان دی او تر اوسه دوولس پاکستاني پوليس د لبيک تحريک کسانو برمته کړي او پنځلس نور یې ټېلماټېل کې خوږ کړي دي.
په دغه جنجال او اخ و ډب کې دوه تنه پاکستاني عسکر وژل شوي هم دي.
د رسېدلو راپورونو له مخې چې په برمته شويو پوليسو کې د لاهور د پوليسو يو قوماندان عمر فاروق هم شامل دی چې اول يې ټپی کړی او بيا يې له نورو عسکرو سره یو ځای تړلی دی.
دغه جنجال وروسته له هغه د ملتان سړک پر يتيم خانه ميدان ونښت چې د پاکستان حکومت د لبيک تحريک ناقانونه اعلان کړ او د دغه تحريک د کسانو په نيولو يې پيل وکړ.
لبيک تحريک وايي، د دوی دوه کسه وژل شوي دي، خو په بدل کې يې د پاکستان دوولس عسکر ژوندي تړلي او پنځلس نور يې سخت ژوبل کړي دي.
له سيمې په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې د اخوډب په سيمه کې د پنځه پنځوس زره لېټرو پټرولو ډک ټانکرونه هم ولاړ دي او که يې اور واخيست بيا يې وژل د پاکستان تر وس وتلې خبره ده.
تحریک لبیک له پاکستاني حکومته غواړي چې شرعیت نافذ کړي او له انګرېزي قانونه لاس واخلي، خو پاکستان بیا د دوی په دې غوښتنه چندان سر نه خوږوي.
پاکستاني حکومت تل په دغه هېواد کې مدني او سیاسي حرکتونه ځپلي او اجازه یې نه ده ورکړې، چې له خپلو مدني حقونو سالمه ګټه واخلي، چې دا پخپله د دیموکراسۍ د اصولو خلاف عمل دی.
پاکستان ځانته دیموکراټ هېواد هم وايي خو په دغه هېواد کې د دیمواکراسۍ د تطبیق په وړاندې لوی خنډ خپله د پاکستان حکومت دی، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
پاکستاني حکومت د مدني حرکتونو پر ضد د خپلو ناوړه کړنو په لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په کرار نه دی پریښی او وخت ناوخته یې په یوه او بله بهانه ځورولی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو مدني او سیاسي حرکتونو د پاکستاني حکومت د دغه ناوړه چلند له امله ان تر نړۍوالې ټولنې پورې غږ رسولی او ترې غوښتي یې دي، چې د پاکستاني حکومت د دغو کړنو مخنیوی دې وکړي.
نړۍوالې ټولنې هم څو واره پر دغه حکومت غږ کړی چې د دغو کړنو مخنیوی وکړي او د دیمواکراسۍ اصولو ته غاړه کېږدي.
Comments are closed.