په هېواد کې د جګړې په زیاتېدو د ولسي جرګې اندېښنه
خبریال وېبپاڼه/ د ولسي جرګې غړیو د هېواد په یو شمېر لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د جګړو او ناامنیو په زیاتېدو اندېښه ښوولې ده.
دوی د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي غونډه کې ویلي، چې د هېواد په ځینو ولسوالیو کې جګړې روانې دي او عامو خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.
د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال د خبرو پر مهال وویل، چې د غزني او کندهار په ځینو ولسوالیو کې جګړې شدیدې شوې دي چې له امله یې سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
نوموړي همدا راز پر مرستندویه اداراتو په تېره د کډوالو چارو وزارت او نورو اړوندو اداراتو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له بېځایه شوو وګړو سره اړینې مرستې وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې روان وي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي او عام خلک به له بېلو اړخونو زیانمن شي. د ولسي جرګې نورو غړو هم اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی او پر ښکېلو لورو یې د سولې او اوربند غږ کړی دی.
تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هېواد لس ولایتونه تر سختو امنیتي تهدیدونو لاندې دي چې د امنیتي وضعیت د سمون په خاطر یې تابیاوې نیول شوې ده.
داسې مهال د جګړو د زیاتېدو خبر ورکول کېږي چې تازه امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده او ویلي یې دي چې د سپټمبر میاشت کې به خپل ټول سرتېري وباسي.
ځینې شنونکي په دې باور دي، چې ښايي د امرکیايي ځواکونو له وتلو سره سم طالبان په افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي، چې دا به هېواد له سخت ناورین سره مخ کړي.
خو بل پلو بیا حکومت خلکو ته اطمینان ورکوي چې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلواکه توګه د امنیتي وضعیت د ټینګښت تابیا لري او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې ناامني جوړې کړي.
هلته بیا نږدې راتلونکي کې د سولې په اړه د ترکیې غونډه جوړېدونکې ده او خلک هیله مند دي چې دغه غونډه به د افغان سولې او جګړې برخلیک مالوم کړي او په افغانستان کې به د دایمي ثبات لامل وګرځي.
Comments are closed.