د امریکايي ځواکونو په هکله د ولسي جرګې حیرانوونکی دریځ

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون او وتلو په هکله بیلابیل غبرګونونه موجود دي موده مخکې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میرحمان رحماني د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله اندېښنه ښودلې خو اوس د افغانستان ولسي جرګې حیرانوونکی درځ غوره  کړی.

د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي څومره چې ژر ده امریکایان دي ووزي هغوی ویلي چې د امریکا وتل د هېواد د راتلوونکي په ګټه دي.

د دې جرګې  غړي وايي له کومې چې امریکایان افغانستان ته راغلي د لته د بشري ناورین سبب سوي او څومره چې ژر ده دوی باید له افغانستانه ووزي چې زموږ او د هېواد په ګټه ده د دوی له انده امریکا د دې لپاره راغلې وه چې ترهه ګري ختمه کړي خو دا چې ترهه ګري ختمه نسوه بلکې نوره هم زیاته سوه .

دوی امریکا تورنه کړه چې په راتګ سره یې د ترهه ګري ترڅنګ د مخدره توکو قاچاق او کاربار کې هم ډیروالی راغلی نو ځکه که دوی خپل حضور ته دوام ورکوي د لته د ناورین او جګړو سبب کیږي.

هغوی په ډاګه کړه چې امریکایانو ته نوره اړتیا نسته او افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې له هېواد خلکو او ټولو ارزښتونو دفاع وکړي نور د امریکایانو  او ناټو حضور ته اړتیا نسته.

دې وکیلانو پر طالبانو هم ږغ وکړ چې له حکومت سره دي خبرې  وکړي ځکه امریکایان د وتلو په درشل کې دي

ولسي جرګه پر داسې مهال خپل دا رنګه دریځ په ډاګه کوي چې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په هکله یو شمېر غبرګونونه موجود دي خپله د افغانستان د ولسي جرګې رییس د دې ځواکونو د وتلو په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه، خو د یو شمېر وکیلانو نوی دریځ له نورو سره زیات تفاوت لري.

د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله سیمه ییز هېوادونه او په کور دننه یو شمېر امریکايي سیاسون هم خلاف نظر لري هغوی وايي چې د امریکایان په بیړه وتل له دې هېواده یوځل بیا ترهه ګرو ډلو ته زمینه برابروي چې راسي او افغانستان کې خپل مرکزونه جوړ کړي دوی وایي امریکا دي په دې هکله له سره غور وکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More