The news is by your side.

داوړ فضل الرحمن پښتونخوا کې د ترهه ګرۍ فصل کرلی

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان جمعیت علما اسلام مذهبي ډلګۍ مشر مولانا فضل الرحمن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پي ټي ام یوه تروریستي ډله ده هغه خپله وینا چې د تحریک لبیک په ملاتړ يې کړې  ویلې پښتون ژرغونې غورځتګ ډله یوه افراطي ډله بللې او خپله تحریک لبیک ډله چې له سره يې په تشدد لاس پوري کړی پر حق او تشدد يې د دوی حق بللې.

په ورته وخت کې د پي ټي ام مخکښ مشر محسن داوړ د مولانا فضل الرحمن دې خسمانه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د پي ټي ام مخکښ غورځتګ هیڅ کله تشدد نه دی کړی خو دا مولانا دی چې د پښتنو په وینه توینه او وژل کیدلو يې مفادات ګټې حاصلې کړې.

داوړ په خپلو خبرو کې ویلي پي ټي ام د خړ قم قتل عام، علی وزیر د زنداني کیدلو او نورو ورته لویو پیښو په بدل کې هم کله تشدد نه دی کړی خو برعکس د ده په غونډو کې د طالبانو بیرغونه لوړیږي خو موږ به بیا پرې نه ږدو چې د پښتنو وینه خرڅه سي.

هغه ویلي چې مولانا فضل الرحمن د پښتخوا پر سینه د ترهه ګرۍ خونکار فصل په کرلو مخکښ سوی  او له دې څخه د ځان په ګټه ذاتي او سیاسي ګټه اخلي.

د فضل الرحمن له دې خسمانه خبرو وروسته په سیمه ییزه کچه زیات غبرګونونه راپورته سوي او د مولانا پردې خبرو يې خورا لویه حیراني ښودلې.

یو بل سیاسي شنونکي محمد تقي د حیرانتیا په ښودلو سره ویلي چې مولانا فضل الرحمن ولې پي ټي ام ته ترهه ګر ویلي؟ هغه ویلي دا پي ټي ام نه بلکې د جمعیت علما اسلام مدرسې وي چې طالبانو ته يې د ترهه ګرۍ او  تخریب کاره فعالیتونو زمینه برابره کړه.

مولانا فضل الرحمن په خپل ټول سیاسي او ورځني ژوند کې د خلکو له وینو وژنو په استفادې سره ځان ته د موقف موندلو په لټه کې دی که څه هم مولانا ځان ته دیني عالم او مشر وايي خو په ټولنه کې یوازي له نفرتونو څخه برخمن هغه تل په خپل قام سودا کړې او د هغوي په وژلو کې لاس لري

Comments are closed.

koi finance