The news is by your side.

طالبانو په بې رحمۍ ملکي مرګ ژوبله روانه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، وسله والو طالبانو په ډېره بې رحمۍ د ملکي خلکو مرګ ژوبله ورانه کړې او د سولې خبرو سره سره یې جګړه نوره هم توده کړې ده.
دغه کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې دا وضعیت نور هیچاته د منلو وړ نه دی.
یاد کمیسیون زیاته کړې چې یوازې تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو په چاودنو، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو او هدفي بریدونو کې ۳۹ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه کمیسیون په وینا، شهیدو شویو کې ۴ ښځې او اته ماشومانو او دغه راز په ټپيانو کې څلور ښځې او ۱۷ ماشومان هم شامل دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې نور تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند وکړي او د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې لاس واخلي.
که څه هم یاد کمیسیون د ملکي تلفانو پړه پر طالبانو اچولې ده خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نظامي چارو شنونکي هم په دې باور دي چې د ملکي مرګ ژوبلې عاملین طالبان دي، ځکه په خبره یې، دغه ډله ملکي خلک د سپر په توګه کاروي او کله چې افغان ځواکونو د دوی پر ضد نظامي عملیات کوي، وخت ناوخته ملکي خلک شهیدان او یا ټپیانېږي.
د ملکي مرګ ژوبلې په اړه داسې مهال اندېښنې څرګندېږي، چې ټاکل شوې ده، نږدې راتلونکي کې د سولې په اړه د ترکیې غونډه غونډه جوړه شي، چې مهمې او برخلیک ټاکونې پرېکړې به پکې وشي، خو طالبانو تر اوسه هم په دې غونډه کې د ګدون په اړه واضح دریځ نه دی روښانه کړی.
هلته بیا امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړه کړې ده او ویلي یې دي چې د سپټمبر میاشت کې به خپل ټول سرتېري وباسي.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو شمېر خلکو ته داسې اندېښنې هم پیدا شوې دي، چې وسله وال طالبان به جګړې ته شدت ورکړي، خو افغان ځواکونو د امنیتي وضعیت د ټینګښت پوره تابیاوې ښوولې دي.

Comments are closed.