The news is by your side.

امریکایي رسنۍ! جوبایډن د افغانستان  جګړه قراردادیانو ته سپاري

خبریال ویب پاڼه/ مخکې له دې چې د بايډن په خبره دي افغان جګړه پای ته ورسیږي امریکايي رسنیو په دې هکله امریکايي رسنیو حیرانوونکی راپور خپور کړی او ویلي يې دي چې دا جګړه پای نه مومي

امریکايي کورډ اکشن مجلې د افغانستان په هکله یو مهم مطلب کې ویلي د عامه اذهانو د خطا ایستلو لپاره بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو خبره را مخکې کړه خو په اصل کې بایډن د جګړې پای ته رسولو اراده نلري او د جګړې د دوام لپاره به په دې هېواد کې زرګونه قراردادي جنګیالي پريږدي ترڅو افغان جګړه مخ ته بوزي.

د بایډن د دې ارادې له مخې به افغانستان څخه امریکايي سرتیري وزي او دې هېواد ته د پنټاګون قرار دادیان ځانګړي ځواکونه او استخباراتي کارکوونکي پاتیږي چې د لته هرڅه سمبال کړي.

د راپور په دوام یو بله حیرانوونکې خبره داده چې امریکا د خپلو سرتیرو په هکله هم رښتیا نه دي ویلي مطلب کاږي سره له دې چې امریکا ۲۵۰۰ سرتیري لري ورسره څنګ کې د سي ای اې زرګونه کارکوونکې چې  په پرمختللو وسلو سمبال دي افغانستان کې حضور لري او د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته به دوی دا جګړه مخ ته بیايي.

په ورته مهال یو شمېر نورو رسنیو ویلي که چیري افغانستان کې تاوتریخوالی همداسې ادامه پیدا کړي نو بایډن به خپله پریکړه بیرته واخلي ځکه په وینا يې دلته د امریکا ضمانت اونړیوال باور ښايي زیانمن سي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې د راتلوونکي سپټمبر میاشتي تر۱۱ مې نېټې پوري د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو اعلاان وکړ، چې ورسره هممهاله ناټو او نورو متحدینو چې په افغانستان کې سرتیري لري هم د یادې نېټې په خوښولو سره وویل  چې خپل سرتیري به پر دې نېټه له افغانستانه وباسي.

که چیري تاوتریخوالی همداسې روان وي نو لیري نه ده چې بایډن به د جګړې د دوام لپاره ورته اقدام کوي ځکه تر دې وړاندې لاهم په کور دننه امریکا او سیمه ییزو هېوادونو امریکا ته وویل چې ستاسو پریکړه بیا کتنې او غور ته اړتیا لري او کیدلای سي چې افغانستان تر پخوا له سختو خطرونو سره مخ سي ځکه نو  بایډن به یې د روانې جګړې دریدلو لپاره حتمي یوه چاروه کوي، ځکه طالبانو د سولې وروستۍ هڅه چې د ترکیې کنفرانس دی د ګډون نه کولو ویلي

Comments are closed.