The news is by your side.

ایا د سوختوک بند نړیدو خطر سره مخ دی

خبریال ویب پاڼه/ دافغانستان دایکنډي  ولایت کې سوختوک بند چې کاريې خلاص او ګټې اخیستنې ته سپارل سوی ویل کیږي چې بیرته د نړیدلو له خطر سره مخ دی خو دا خبرونه رد سوي دي.

د دایکنډي ولایتي چارواکي دا نه مني چې دې بند دي درز کړی وي او د نړیدلو له خطر سره دي مخ وي پر خواله رسنیو د سوختوک بند داسې انځورونه خپاره سول چې ګواکي درز یې کړی او نړیدلو له خطر سره مخ دی.

محمد علي ارزګاني د دایکنډي مرستیال والي دا ادعاوي رد کړې دا بند د رونې میاشتي پر اتمه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل سو.

د دایکنډي ولایتي چارواکي  خو دا  ادعاوي ردوي  اما پرخواله رسنیو د دې بند یو شمېر انځورونه لاس پر لاس کیږي چې دې بند درز کړی تیر کال هم د ولسمشرۍ ماڼې د ارزونې یوې ډلې چې دې بند درز کړی جوړ کړ خو بیاهم ورته راپورونه ورکول کیږي.

دا چې په دې وروستیو ورځو  کې به دا بند د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانستل سي خو  خلک اندېښنه لري چې له ګټې اخیستنې مخکې دا بند درزي سوی او د نړیدلو له خطر سره مخ دی.

په یوه انځور کې چې په خواله رسنیو کې خپور سوی ښکاري چې یو کس د دې بند یوه برخه چې درز دی پکښي په سیمیټو د دویم ځل لپاره بندوی او دا د بحث وړ موضوع جوړه سوې.

سوختوک بند چې په دایکنډي کې موقعیت لري د برېښنا ادارې د مالوماتو له مخې د ۷۰۰ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري چې  دا مهال هم د دې ولایت مرکز نیلي کې خلک د دې بند برېښنا څخه استفاده کوي

سوختک بند د دایکنډي ولایت د نیلي ښار کې موقعیت لري چې د ۴،۹میلیونه ډالرو په لګښت جوړ سوی او له ګټې اخیستنې وروسته به د دایکنډي خلک وکړای سي چې په پراخه توګه يې له اوبو او برېښنا څخه ګټه واخلي.

خو مهمه خبره داده که يې چیري د درز خبره رښتیا وي نو باید سر له اوسه يې غمه وخوړل سي ځکه په ډيرو پیسو جوړ سوی دا بند که خدای ج ناکرد ویجاړ سي نو خلکو ته او دولت دواړو ته به زیان واوړي

Comments are closed.