The news is by your side.

د طالبانو له لاسه قره‌باغ کې زر کورنیو سیمې پریښې دي

خبریال وېبپاڼه / د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د برید له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ویلي چې دا زر کورنۍ د قره‌باغ له نهو کلیو څخه بې ځایه شوې دي چې شاوخوا ۱۵۰ هغه یې غزني ښار ته راغلې دي او پاتې نورې یې شاوخوا ولسوالیو او څه ناڅه امنو سیمو ته کډه شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې طالبان د ملکي وګړو له کورنو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي او له همدې امله دا کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.
طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې له څلورو لوریو د قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړي دي.
سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبان یې په شا تنبولي خو جګړه لا هم روانه ده.
که څه هم وسله والو طالبانو د ملکي خلکو د بې ځایه کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو لخوا د جګړو له امله عام خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
تقریباً میاشت مخکې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ زرګونه کورنیو هم د جګړو له امله خپلې سیمې پرېښې وې او طالبانو کلي او بانډې په ماینونو فرش کړي وو.
تازه نن د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم طالبان د ملکي خلکو په وژنو او ځورونو تورن کړي او ویلي یې دي چې د ملکي تلفاتو یوازېنۍ عامل همدا ډله ده.
یاد کمېسیون له طالبانو غوښتي چې بریدونه کم کړي او پرېږدي چې د سولې تړلې دروازې نور پرانیستل شي، خو طالبان بیا برعکس د هرې ورځې په تېرېدو جګړه لا پسې زیاتوي او هېڅ کمښت یې په تاوتریخوالي کې نه دی راوستی.
دغه وضعیت عام افغانان د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي او په یو ډول خپل راتلونکی تیاره بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکي کې د سولې په تړاو د ترکیې غونډه جوړه شي او د سولې او جګړې په اړه برخلیک ټاکونې پرېکړې پکې وشي، خو طالبانو په دې غونډه کې هم د ګډون په اړه واضح دریځ نه دی ښوولی.

Comments are closed.