The news is by your side.

تازه خبر! پېښور کې یو جګپوړی طالب ترور شو

خبریال وېبپاڼهطالب مشر د پېښور په حاجي‌کیمپ سیمه کې مخپټو وسله والو په نښه کړ او ځای  پر ځای یې وواژه

د کوټې شورا یو غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د سرې قطعې پخوانی مسئول او اوس د طالبانو له لوريد ننګرهار ولایت نظامي‌ مشر  پېښور نه په نګرهار کې بریدونه تنظیمول.

وژل شوی طالب مشر مولوي نیک محمد رهبر نومېده چې په طالبانو کې په (رهبرمل) غږ کاوه.

د نوموړي مړی نېژدې ځايي روغتون ته انتقال شوی دی؛ خو تر اوسه لا دا نه ده روښانه چې هغه به چا او ولي‌وژلی وی.‌

په پېښور کې د طالبانو یوه چارواکي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې رهبر یو له هغه طالب مشرانو نه وو چې د امریکايي ځواکونو تر اعلان وروسته یې جګړې ته زړه نه ښکاوه او روانه جګړه یې جهاد نه بلله.

د جګړې او جهاد پر سر په طالبانو کې ژور اختلافات را ټوکېدلي دی چې طالبان یې پر دو برخو ویشلي؛ که څه هم وسله وال طالبان هڅه کوي چې دا اختلافات پټ وساتي؛ خو په پېښور کې د طالبانو یو چارواکی وايي چې دا مسایل نور پټ نه ساتل کېږي؛ او ښايي ټول جنجال رسنیو ته راووزي.‌

په ننګرهار کې د طالبانو لپاره نظامی مسئول د مرګ پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو طالبان یې سخت وارختا کړي دي.‌

بل پلوکوئټه کې طالبان د هغه طالب چارواکي د مر ویر لمانځي چې تېره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په ارغنداب کې وواژه.

وژل شوی طالب قوماندان د ملا شیرن اخوند ورور وو چې په غیري رسمي ډول یې د کندهار ټوله جګړه کنټروله وله.

په کراچي کې د طالبانو د کوټې شورا یو غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا شیرین د طالبانو د واکمني پر مهال د پي پي‌ ایس یا د ملا محمد عمر د ځانګړو ځواکونو قوماندان او وروسته په لاهو ر کې د طالبانو او پاکستاني پوځ د قوماندې د ګډ مرکز د طالبانو له لوري عمومي مشر وو؛ نوموړی اوس په قطر کې د د مذاکراتي ټیم غړی دی

په کوټه کې د طالبانو یو بل مشر خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ملا شیرین ورور که څه هم رسمآ په طالبانو کې د یو عادي‌ طالب دنده اجرا کوله؛ خو په لویه کې د جګړې قومانده د هم دغه طالب په لاس کې وه چې مخامخ یې ملا شیرین ته ریپورټ ورکاوه.

په کوټه کې د خبریال وېپاڼې سرچینې وايي‌ چې د ملا شیرن د ورور تر مرګ وروسته ملا شیرن د خپل ورور د فاتحې پر مهال خپل ټول طالبان تر اختره د جګړې نه رخصت اعلان کړل.‌

Comments are closed.