د طالبانو د اختلافاتو لړۍ له کوئټې کراچي ته وغځېده
خبریال وېبپاڼه – له افغانستان نه د امریکا يي عسکرو د وتلو تر اعلان وروسته په طالبانو کې ځینو ځوانو قوماندانانو د جګړې د نه کولو ګواښ کړی چې وروسته دا ګواښ په لوی اختلاف بدل شوی دی.
په پېښور کې یو طالب چارواکی وايي چې دا ګواښ طالبانو ته دومري جدي شو چې له پېښور؛ لاهور؛ کراچي او قطرنه د طالبانو لوړرتبه مشران کويټې ته ستانه شول.
له قطر نه د اختلافاتو د حل په موخه ملافاضل؛ ملاشرین؛ شیخ عبدال حکیم؛ شیخ فرید؛ملاعبدالله او عبدالحق وثق کويټې ته ورسېدل.
د کویټې شورا یو غړي خبریال وېب پاڼې ته وویل ملا شیرین که څه هم په کندهار کې د خپل وژل شوي ورور پر ویر ناست وو خو د پاتحې مراسم یې د اختلافاتو خبرو ګډوډ کړل.
سرچینه وايي چې د طالبانو نظامي مشران د جګړې په تړاو د نظر اختلافات لري خو ملا ذاکر چې د طالبانو له لوري د نیم افغانستان نظامي مسئول دی په لویه کې ددې پلوی دی چې افغانستان به د امریکا يي ځواکونو له وتلو وروسته په زور نیسي.
د نظامي چارو بل مسئول او د تحریک مرستیال ملا یعقوب اخوند په لویه کې د راتلونکو پراخو عملیاتو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د سولي دروازې باید ونه تړل شي.
په کویټه کې د طالب سرچینې وايي چې په کراچې موجودو طالب جنګیالي چې د کنټرول چارې یې د ملا ترابي په واک کې ورکړل شوې دي هم د اختلافاتو ښکار شوي دي.
ملا ترابي که څه هم د طالبانو د زندانونو د کمېسیون مشر دی خو ژوند په کراچي کې کوياو د سرچینې په وینا چې د خپلې سرمایې سره سره د ځینو نورو طالب مشرانو په سرمایه د ځمکو کاروبار کوي.
د کراچي د اختلافاتو د کنټرول لپاره ملا فاضل له کوټې کراچي ته رسېدلی دی.
ځیني خوابدي طالب مشران چې په کویټه؛ پېښور او د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو په بیلا بیلو سیمو کې ژوند کوي له یو بل سره یې اړیکي تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.
د کويټې شورا ځیني غړي وايي چې خوابدي طالب مشران په امارت کې د منصبونو د ترلاسه کولو هڅې کوي؛خو پخپله د خابدو طالبانو له جملې یوه کس خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی منصب نه بلکه د سولي پلویان دي.
دا لمړی ځل نه دی چې طالبان د سولي او جګړې په تړاو د اختلافاتو ښکار کېږي؛خو دا ځل د د اختلافاتو لمن تر پخوا پراخه ده.
طالبان هڅه کوي چې د خپلو ځواکونو د اختلافاتو خبرې پټې وساتي؛خو داسي ښکاري چې اوس دا هرڅه پټ ساتل د طالبانو تر توان وتلې خبره ده.
د خبریال وېب پاڼې سرچینې وايي چې د ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا یعقوب په ناڅاپي توګه د سوليلار خپله کړې ده ؛ ملا یعقوب په طالبانو کې د پراخ نفوس خاوند او تر ډېره یې له کشره تر مشره طالبان خبرې ته غوږ نیسي.
که څه هم تر دم ګړیه د طالبانو د جګړې او سوليپه پالیسي کې تغیر نه دی راغلی؛خو ډېر امکان دادی چې طالبان به د اختر درې ورځې اوربند او تر هغه وروسته به د امریکا یانو تر بشپړو وتلو پوري د اورکم پرېکړه کوي.
تازه خبر! پېښور کې یو جګپوړی طالب ترور شو
په کندهار کې د مهم طالب مرګ او په کوئټه کې ویر!
د ملایعقوب په مشري پېښور کې د طالبانو د جګړې غونډه !
د بایډن تر اعلان وروسته په قطر او پاکستان کې د طالبانو غونډې
Comments are closed.