The news is by your side.

امریکا: د نړۍ هر ګوټ کې ترهګر ویشتلی شو، بیا افغانستان ته وسله‌وال نه لېږو

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا حکومت وايي، چې په راتلونکي کې بیا افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپلو په موخه خپل وسله‌وال سرتېري نه لېږي.

دا خبره د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري‌ کړې ده.
هغه ویلي، چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته امریکا یو ځل بیا افغانستان ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر د ځواکونو د لیږولو پلان او هوډ نه لري او نور غواړي چې سرتېري یې دمه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه پورې یې د افغانستان د حکومت سره دې هیواد ته په راتلوونکې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د له سره د ځواکونو د استولو په اړه هیڅ ډول خبرې نه دي‌ کړي.
د پنټاګون ویاند یادونه کړې، چې په راتلوونکې کې له افغانستان نه د رامنځته کیدونکي‌ هر ډول تهدید پر وړاندې د مبارزې په خاطر په سیمه کې کافي‌ وسله وال ځواکونه وساتي او نه غواړي چې دغه هېواد د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.
د ده په وینا، چې په راتلوونکې کې یو ځل بیا افغانستان ته وسله وال ځواکونه ونه لیږي او دې ته اړتیا هم نشته، ځکه په خبره یې، امریکا د نړۍ په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د قوي‌ او پياوړې مبارزې توان لري او خپل ځان ساتلی شي.
هغه څرګنده کړې، که چې د اړتیا پر مهال په نړۍ کې داسې سیمه شتون نه لري‌ چې مونږ يي ونه ویشتلی شو او د ترهګرۍ ګواښ ختم نه کړو.
د امریکا ولسمشر جو بایدن لنډه موده مخکې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو د وستو نیټه اعلان کړه.
هغه ویلي چې د مې میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره به د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو لړۍ پيل او د سپټمبر په ۱۱ مه نیټه به بشپړه شي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو څه ناڅه اندېښنې هم پیدا کړې دي او دا ګواښ موجود دی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، خو هیله‌مندي بیا دلته ده چې د دغو ځواکونو له وتلو وروسته به د طالبانو د روان جنګ مشروعیت ختم شي او په یو ډول به سولې ته غاړه کېږدي.

Comments are closed.