The news is by your side.

پاکستان وايي، طالبان به قانع کړو چې د سولې له خبرو ونه تښتي

خبریال وېبپاڼه / پاکستان وايي، چې افغان سوله یوه مهم پړاو ته رسېدلې او دوی به طالب ډله پرېنږدي چې د سولې پروسه په نیمايي کې پرېږدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی به طالبان وهڅوي چې د سولې له پروسې ونه وځي.
نوموړي ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې هر وخت د لوژستیکي مسایلو له امله ځنډ راځي، خو اوس چې بهرني ځواکونه په وتلو دي او طالبان خپلې موخې ته نږدې شوي، نو په خبره یې ښه دا ده چې انعطاف وښيي او د سولې په خبرو کې ښکېل پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي، خو پاکستان خپله هڅه کوي چې طالبان قانع کړي چې د ملي ګټو په خاطر د سولې له خبرو ونه وځي.
پاکستان بیا بیا ویلي چې د افغان سولې په برخه کې به رښتینې همکاري کوي، خو تر اوسه یې داسې کوم ګام نه دی اخیستی، چې د دغې پیل شوې ناولې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې اغېزمن تمام شي.
پاکستان غواړي د طالبانو په مرسته په افغانستان کې نفوذ ولري، دغه هطواد له پرمختګه بېرته پاتې کړي او په یو ډول خپلې هغې هیلې ته ځان ورسوي، چې غواړي افغانستان د پاکستان یوه سوبه شي.
خو د شنونکو په باور، چې پاکستان به هېڅکله دغې موخې ته ونه رسېږي، نه به یې د نظام ړنګولو خوب رښتیا شي او نه به یې دا هیله پوره شي چې افغانستان دې د پاکستان سوبه وي، ځکه افغانستان اوس د اویایمو لسیزو هېواد نه دی او افغان ځواکونو د دښمن د هر ډول شومو موخو د خنثی کولو تابیا لري.
د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه نشي وتلای، طالبانو یې په غبرګون کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو په ټولو غونډو کې د نه ګډون اعلان وکړ.
د امریکا حکومت تازه تصمیم نیولی چې له افغانستانه د پاتې امریکايي سرتېرو وتل به د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې بشپړ شي.
پاکستان دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۲۴مه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې غونډه جوړه شي.

Comments are closed.