The news is by your side.

د طالبانو په هکله د پاکستان در یځ

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اخیر هم د طالبانو په هکله خوله پرانستله او له طالبانو يې وغوښتل چې سمې لارې ته سي ځکه امریکايي ځواکونه وزي او تاسو موخې ته رسیږئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اخیر د طالبانو افغان سولې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې طالبان دي د سولې په پروسه کې پاتي سي.

که څه پاکستان د سولې روانې پروسه کې تراوسه هیڅ راز صادقه ګام نه دی اخیستی او لا یې هم کوښښ کړی چې دا پروسه تخریب سي طالبانو څخه حیرانوونکې  غوښتنه کړې.

قریشي وویل طالبان دي د سولې پروسه کې ځکه پاتي سي چې د بهرنیو ځواکونو پاتي کیدل له لوژستیکي مسایلو سره تړاو لري او دوی باید له نرمښته کار واخلي ځکه دوی اوس خپلو موخو ته رسیدلي دي.

هغه ویلي وو طالبان باید د خپل هېواد د ګټو لپاره د سولې پروسه کې خپل ګډو ته ادامه ورکړي ځکه موږ او تاسو ټول پوهیږو چې د افغانستان موضوع یوازي د خبرو له لارې حل کیدلای سي.

قریشي وویل طالبان په خپلو پریکړو کې خپلواک دي اما دوی کولای سي چې و یې هڅوي ترڅو د سولې خبرو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي.

پاکستان کله هم له طالبانو سره اړیکي نه دي پرې کړې او کله يې هم د افغان سولې په برخه کې ثابت قدم نه دی اخیستی او دا شکه وتلې خبره ده چې دا هېواد پر طالبانو مستقیم اغیز لري.

په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پاکستان په دې بد نیت پوی سو او په خپلو تازه څرکندونو کې يې پاکستان مخاطب کړ او ورته يې وویل چې د تصمیم نیونې وخت يې را رسیدلی او دا هېواد باید نو د دوستي او دښمني کولو تصمیم ونیسي ځکه چې نور يې وخت او دا وخت باید ضایع نسي.

ولسمشر زیاته کړه چې د پاکستان دوستي او دښمني ته موږ چمتو یو په دښمني کې تاوان او په دوستي کې به سلګونه کلونه ورته ګټه ورسیږي.

افغانستان د پخوا په پرتله اوس پر ځان بسیا سوی او هومره چې وړاندې اړتیا وه اوس يې نلريش

Comments are closed.