The news is by your side.

طالبانو ته افغان ځواکونه کافي دي خو باید پیاوړي سي

خبریال ویب پاڼه/ له افغان ځواکونو ملاتړ اوتجهیز د امریکایي سرتیرو وتلو وروسته د بحث وړ خبره ده امریکا ناټو او نورو متحدینو بیا ویلي چې  له وتلو وروسته به هم له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اوس تازه یو شمېر متقاعدو امریکايي نظامیانو ویلي چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل هومره لویه خبره نه ده لکه تشریح کیږي چې، خو مهمه خبره داده چې د طالبانو د مهارولو لپاره باید افغان ځواکونه پیاوړې او تجهیز سي هغوی ویلي افغان ځواکونه کولای سي چې طالبانو  سره وجنګیږي.

دې متقاعدینو ویلي چې داسې هم کیدلای سي چې نړیواله ټولنه له خپل فزیکي شتونه پرته ډیری کارونه وکړي یوه متقاعد سایمون ډیګېنز وویل د طالبانو ځواک مهارولو لپاره په کار ده چې افغان ځواکونه پیاوړي سي او له دې ځواکونو  سره باید اړینې مرستې وسي ترڅو هغوی له دې اورپکو سره مقابله وکړي.

هغوی ټینګار کړی چې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره باید په تمویلي برخه کې هم کار وسي او د دوی د عایدو منابع له منځه ولاړې سي.

دې متقاعد ټولو قربانیو زحمتونو او جګړو ته په کتلو سره وویل چې تر لاسه سوې لاس ته راوړنې باید ضایع نه سي او په دې برخه کې اساسي مبارزه وسي.

نړیوالې ټولنې له خپلو وتلو وروسته هم له افغان دولت او ځواکونو سره د خپلو دوامداره همکاریو او تجهیز ژمنه کړې او لا به همدوام ورکوي.

افغان دولت ویلي  چې افغان ځواکونه دوه کاله وړاندې د دې جوګه سوي چې له خپل هېواد او خلکو په ښه ډول سره ساتنه وکړي په دې برخه کې افغان ولسمشر ویلي چې زموږ سرتیري په پوره وړتیا سره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو خلکو ساتنه کولای سي.

یو شمېر نورو مالومات ښيي چې د جګړې د مهار او پر مخ بیولو لپاره د افغان ملي پوځ تجهیز ته پاملرنه کیږي او د دې سرتیرو شمېر به نور هم زیا سي دا مهال په ټول هېواد کې د نورو ځواکونو تر څنګ ۴۰ زره د ځانګړو ځواکونو سرتیري هم شتون لري چې په یو شمېر ولایتونو کې د حالت د خرابیدلو په صورت کې په درنو جګړو کې ونډه اخلي

Comments are closed.