The news is by your side.

ولسمشر: طالبانو هېواد ته يو ميليارد ډالره زيان اړولی

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د بشري سرچينو او ښې حکومتولۍ اونۍ ته په خبرو کې وويل طالبانو په خپلو حرکاتو د هېواد زيربيناته د شاوخوا يو ميليارد ډالرو زيان اړولی.

 هغه د دې مراسمو په لړ کې وويل ولسي تړون وسیله نه ده، بلکې د ولسواکۍ ښکارونديي کوي، زموږ د جمهوریت وجودي فلسفه دا ده چې هر افغان د ګډون، مشارکت، نظر او د مدیریت کفایت لري؛ نو د یو ازاد افغانستان لپاره داسې پروګرام ته اړتیا وه چې ټول په کې ځان وګوري.

هغه د‌ بهرنيو ځواکونو د وتلو په هکله وويل چې هغوی باعزته رخصت، او موږ له نړيوالي ټولنې سره د اړيکو نوی باب پرانسته.

ولسمشر وويل زر بيلابيلي پروژې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې ګټې اخيستنې ته چمتو دي چې ښه زيری.

غني پر داسې مهال پر طالبانو دا تور لګوي چې طالبانو په خپلو جګړه ييزو فعاليتونو کې د عامه تاسيساتو په ورانولو کې صرفه نه ده کړې.

خو بل پلو بيا ادعاوې کوي چې هيواد کې د عامه تاسيساتو ساتونکي دي

کله چې طالبان په وروستي ځل د غزني قرباغ ولسوالۍ ته ننوتل نو جنګياليو يې په يوه ويډيو کې چې خپره سوې ګواښ کړی چې د ولسوالۍ ټولې دنګې ودانۍ به ونړوي.

له هغه وروسته د زابل شاجوی ولسوالۍ کې چې کله طالبانو د چينو ساحه ونيوله نو سم دلاسه يې پوخ سړک پلونه پلچکونه په بمونو والوزول اا مخابراتي انتنونه يې د اور خوراک کړل.

افغان ولسمشر نن وويل طالبانو په دې کړنو افغانستان ته يو ميليارد ډالره زيان اړولی.

تراوسه د ولسمشر خبرو ته طالبانو ځواب او کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو دوی په وروستيو کې پر دې تاکيد کاوه چې د عامه پروژو ساتنه او پالنه به کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم ورته څرګندونې کړې وې.

کله چې په هر ولايت کې جګړه رامنځته ته کيږي نو هلته عامه پروژې تل په خطړ کی لويږي او ان ډيری يې له منځه هم ځي، خلک وايي د سر اومال ساتنې لپاره نور بايد سوله راسي ترڅو ټول افغانان په سوله او ارامي کې ژوند وکړي او ارامه وي.

Comments are closed.