The news is by your side.

ترکیه غونډه کې به طالبان ګډون وکړي؟

۴ خبریال ویب پاڼه/ ورځې وروسته د ترکیې پلازمینه استانبول ښار کې د افغان سولې اړوند لس ورځنی کنفرانس پیل کیږي چې سیمه ییز هېوادونه افغان دولت امریکا پکښي ګډون کوي خو  طالبانو ویلي په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

طالبانو ویلي چې له امریکايي او ترکي لوري سره یې خبرې روانې دي او تمه ده چې د دوی اندېښنې حل او په دې ناسته کې ګډون وکړي هغوی د ترکیې ناسته یوه موقع بللې.

که چیري تر ۲۴ د اپریل پوري امریکا او طالبان کومې هوکړې ته ونه رسیږي نو ښايي یوځل بیا دا ناسته وځنډیږي ځکه که د طالبانو له ګډون پرته دا ناسته جوړیږي نو کومه نتیجه به ورنکړي خو طالبانو یوځل بیرته هیله مندي پیدا کړې چې کیدلای سي ژر هوکړې ته ورسیږي او په دې ناسته کې ګډون وکړي.

طالبانو وار له مخکې ویلې وو، ترڅو پوري چې امریکايي او بهرني ځواکونه افغانستان کې شتون ولري په هیڅ یوه داسې ناسته کې چې د افغانستان په هکله پکښي بحث کیږي ګډون نکوي.

هغوی ویلي  چې لومړی باید د دوحې هوکړه عملي سي خو کله چې د امریکا له لوري د دوحې هوکړه عملي نسوه او د امریکایي ځواکونو  ماموریت اوږد سو وسلوالو طالبانو ګواښ وکړ چې له مې میاشتي وروسته که هرڅه وسول نو مسؤلیت يې د امریکا پر غاړه دی خو جزیات څه دي چې ایا طالبان ترکیه اوامریکا به کومې هوکړې ته ورسیږي؟

افغان دولت ویلي چې د ترکیې کنفرانس د ګډون کوونکو لیست ترتیب او ډیر ژر به په علني ډول سره اعلان خو د طالبانو ګډون او نه ګډون په شک کې  دی هغوی  ویلي ترهرڅه وړاندې باید د دوی اندېښنو ته ځواب وویل سي هغه ټینګار کړی چې  یوځل باید د دوی اندېښنو ته ځواب وویل سي وروسته له هغه به یوه پریکړه کیږي.

د طالبانو لومړی غوښتنه او شرط دا دی چې له افغانستان باید ټول بهرني سرتیري ووزي خو داسې ښکاري چې هغوی له خپل دې دريځ څخه پشا سوي او ښايي ورته سره کرښه نه وي ځکه په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بایډن اعلان ښکاروي چې له افغانستانه به هرومرو بهرني ځواکونه وزي خو بیا یې هم ټینګار کړی چې راتلوونکي مسؤلیتونه د امریکا په زمواري دي.

Comments are closed.