The news is by your side.

هغه اسناد چې په افغانستان کې (۷) کاله نور د امریکاد پاتې کېدو پخلی کوي

خبریال وېبپاڼه – خبریال وېبپاڼې  ته داسي‌ اسناد په لاس راغلي ‌چې د (کې بي)‌ په نوم امريکايي کمپنۍ د يوه قرارداد لپاره له نورو اړوند کمپنيو څخه د پروپوزل غوښتنه کړې، چې له مخې به يې په باګرام کې مېشت د امريکايي ځواکونو هوايي ځواک ته ځيني خدمتونه وړاندې کوي.‌

په دغه توکو کې لکه د ساعتيری اړوند اسانتياوې، د کاليو او دريشيو وينځل، د ورزش اړوند لوازم او پروګرامونه او د هغوی مراقبت، څوکيداري او اوسيدو اړوند نورې چارې او اسانتياوې شاملي‌دي.‌

.

کې بي کمپني له فرعي قراردادي (سب کانټراکټر) غواړي چې اړوند خدمات به د باګرام په هوايي اډه کې چمتو او وړاندې کوي.

دا اسناد چې خبریال وېبپاڼې ته په لاس ورغلي خورا پټ اسناد بلل شوي؛ خو د امریکايي (کې بي ) کمپنۍ نه د افغانانو پر لاس خبریال ادارې ته را رسېدلي دي.‌ په دغه تر (۳۰) زیاتو مخونو دریو بیلا بیلو اسنادو کې هرڅه واضحه په انګریزي ژبه تشریح شوي‌دي.‌

له فرعي قرارداديانو غوښتل شوي چې بايد خپل پروپوزلونه د ۲۰۲۱ اپرېل تر ۵ نيټې پورې تسليم کړي.‌

کي بي امريکايي کمپنۍ نورو کمپنيو ته ويلي چې دغه قرارداد به په لومړي سر کې د يو کال لپاره وي چې د روان ميلادي کال د اکټوبر مياشتې له اولې نيټې به پيل او د راتلونکي (۲۰۲۲) د سيپټمبر تر ۳۰ نيټې به دوام کوي.

خو له قرارداديانو غوښتل شوي چې د راتلونکو څو  نورو کالونو (۲۰۲۲ اکټوبر – ۲۰۲۷ مارچ) لپاره هم نرخونه ورکړي.

يانې شونې ده چې دغه قرارداد تر 2027 کال پورې هم وغځيږي.

د قرارداد له مخې به دوه ډوله کسان ګمارل کيږي،  مسلکي او غير مسلکي، مسلکي کسان د ساعتيری اړوند پروګرامونه چمتو او پرمخ وړي، نوربه متخصصین، روزونکي، څارونکي او محررين وي. غير مسلکي کسان به عمومي کاريګر، ګدامدار او څوکيداران وي.

د ګمارونکو کسانو تعداد نه دی مشخص شوی، يوازې يې د کس پر سر د معاش مالومولو غوښتنه شوي ده چې د يو کس لپاره څومره معاش غواړئ؟.

له فرعي قرارداديانو غوښتل شوي چې بايد داسې کسان وګماري چې جرمي مخينه، ونه لري يا امريکايي او د هغوی متحدينو ته د زيان رسؤلو کوم تمايلات ونه لري.

دا په داسي‌حال کې ده چې له افغانستان نه امریکا يي ځواکونو د وتلو تکل کړی او د امریکا ولسمشر جوبایډن  پرېکړه کړې چې د رارواني سپتمبر میاشتې تر (۱۱) نېټې به ټول امریکايي پ،ځیان له افغانستان نه وباسي.‌

اوس سوال دادی چې امریکا يي‌ځواکونه له افغانستان نه د سپټمبر میاشتې پر یوولسمه نېټه وزي؛ نو (۱۹)‌ ورځې وروسته ولي په پاګرام کې بیا د امریکا يي‌ځواکونو لپاره نوي ‌قرار دادونه کېږي؟‌

بل لورته د افغانستان د یوه وتلي‌شرکت مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌خبریال وېبپاڼې ته وویل چې له دوس سره په ځینو نظامي‌مرکزونو کې تازه امریکايي پوځ د (۵) کلونو لپآره قرار دادونه کړي دي.‌

ډېری افغانان په دې باور دي‌ چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي‌ تړون له مخې ښايي یو لوی شمیر امریکايي ‌ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي؛ خو د ماموریت نوم به یې بدل وي.

 

تازه خبر! پېښور کې یو جګپوړی طالب ترور شو

په کندهار کې د مهم طالب مرګ او په کوئټه کې ویر!

د ملایعقوب په مشري‌ پېښور کې د طالبانو د جګړې غونډه !

د بایډن تر اعلان وروسته په قطر او پاکستان کې د طالبانو غونډې

دوهم فایل !

Comments are closed.

koi finance