The news is by your side.

یو غټ پاکستانی پولیس افسر هلاک شو

خبریال وېبپاڼه د پاکستاني پولیسو لوړرتبه مامور او د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی عمومي ‌قوماندان ناصر درانی کرونا وایرس هلاک کړی دی.‌

ناصر درانی د لاهور په میو روغتون کې پر وینټیلیټر وو چې کرونا وبا یې نفس ور ودراوه.‌

کله چې په پښتونخوا کې د ارمي‌پبلک ښونځي باندي برید وشو هغه مهال ناصر درانی د ټولې خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي ‌قوماندان وو؛ تر هغه وروسته بیا ناصر درانی په اسلام اباد کې پر یوه لوړه څوکۍ په لویو امتیازاتو مقرر کړل شو او د پاکستاني پوځ له ملاتړه برخمن او پوځ‌ ته له نېژدې پولیس افسرانو ګڼل کېده.‌

په پاکستان اوس کرونا وبا ډېره بده ګډه شوې او تر ډېره بریده یې د هغه هیواد ګڼ مېشته ښارونه ځپلي‌دي.‌

تر اوسه په پآکستان کې ټول ټال 766,882 کرونا نیولي او 16,453 یې وژلي‌دي‌.

د ناصر خان دراني په مړینه تر ډېره بریده پاکستاني‌سیاستوال سخت خوابدي برېښي خو ډېری سیاستوالو بیا دا د عمران خان د حکومت لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.‌

پر ناصر خان باندي پښتنو سیاستوالو تورونه پوري کړي‌وو چې د ترهه ګرو ډلو په پټولو او د هغوی د کړنو د نه رسوا کولو په دوسیو کې ککړوو.‌

ناصر خان درانی که څه هم له اره پښتون ښکارېده خو په لویه کې د پنجاب د ګټو سخت پالونکی وو؛‌هم دا علت دی چې د ناصر خان په مړینه تر نورو زیات پنجابیان سخت خفه دي.

پاکستاني‌خبریالان وايي‌ چې کله ناصر خان په کرونا وایرس ککړ شو هم هاله یې د پوځ او حکومت د لوړرتبه چارواکو په مرسته د لاهور په تر ټولو ښه روغتون کې درملنه پیل شوه. خو نوموړی ونه ژغورل شو.‌

د یادولو وړده چې دا لمړنی پاکستانی لوړرتبه مامور نه دی چې کرونا وایرس یې وژني بلکه تر ده وړاندي‌ځیني سیاست وال هم کرونا وایرس وژلي وو

Comments are closed.