The news is by your side.

افغان جګړه ګټونکی نه لري، بایلونکي یې عام افغانان دي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې روانه جګړه ګټونکی نه لري او ښکېل اړخونه باید ژر تر ژره اوربند وکړي، تر څو روان تاوتریخوالی نور پای ته ورسېږي. 

دغه کمېسیون یو ځل بیا ټینګار کړی چې نور روان خونړی وضعیت هیچاته د منلو وړ نه دی او که ښکېل اړخونه جګړه ونه دروي، نو ناورین به رامنځته شي، چې بیا به یې مهار سخت وي.

 د یاد کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې هم د جګړو له امله عام وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي دي، چې د جګړې د دوام ښکاره نښې دي.

د نوموړې په خبره ښکېلې خواووې دې ژر تر ژره جګړه ودروي او اجازه دې ورکړي چې افغانان له دې وروسته په امن کې روژې او اخترونه تېر کړي او دا د ټولو افغانانو ګډه هیله ده.

 شهرزاد اکبر زیاته کړې چې افغان جګړه ګټونکی نه لري، خو بایلونکی یې افغان ملت دی چې له څلورو لسیزو راهیسې یې له نړیوالو سره د سیالۍ پر ځای شاتګ کړی دی او جګړې یې ژوند تریخ کړی دی.

اکبر وایي د دې هېواد راتلونکي اتلان هغه کسان دي چې د سولې لار خپله کړي او له هغو به ټول کرکه کوي چې جګړو ته ادامه ورکوي او د جګړو له لارې ځان واک ته رسول غواړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون داسې مهال د جګړې په اړه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکي کې د سولې په اړه د ترکیې ناسته جوړه شي، خو طالبانو تر اوسه هم په دغه غونډه کې د ګډون په اړه واضح دریځ نه دی څرګند کړی.

د شنونکو په باور، طالبان ښايي په دې فکر کې وي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د جګړې نوی فصل پیل کړي او د ټوپک په زور به واک وګټي، خو په وینا یې، دا مسله ځکه د عملي کېدو وړ نه ده، چې افغانستان اوس د نویمو کلونو هېواد نه دی او ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول د امنیتي وضعیت تابیا لري او د وسله والو طالبانو هر ډول ننګونو ته ځواب ویونکي دي.

Comments are closed.