The news is by your side.

صالح: واک هیڅ یوې ډلې ته نه سپارو

خبریال ویب پاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا خوله خلاصه کړې او د واک د انتقال په هکله يې تازه څرګندونې  کړې دي هغه ویلي  واک به هیڅ یوې  ډلې ته ونه سپاري.

امرالله صالح نن له ولسمشرمحمد اشرف غني سره یوځای کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته دا څرګندونې کړې وې هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې واک به یوې ډلې ته ونه سپاري بلکي د ټاکنو له لارې واک سپارل ممکن دي.

امرالله صالح ټینګار وکړ چې دوی د خلکو په رایه راغلي او هغه چاته به واک وسپاري چې د ټاکنو له لارې د افغانستان خلکو انتخاب کړي او  رایه يې ورکړې وي.

د ولسمشر لومړي  مرستیال ځان مخاطب کړ اوویې ویل چې جمهوریت د دوی د پلار میراث نه دی او لکه څنګه چې په کلونو نور خلکو د جمهوریت ساتنه کړې له دې وروسته به یې هم ساتي.

په ورته وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم هلته تازه څرګندونې کړې او ویلي یې دي جمهوریت به ساتي او پر طالبانو یې ږغ وکړ چې راسي د ټاکنو له لارې خپل باور و ازمایاست.

هغه وویل که تاسو ما څخه ډار لرئ نو زه هیڅ په ټاکنو کې برخه نه اخلم خو تاسو راسئ او له ټاکنو  خپل محبوبیت او باور مالوم کړئ

ولسمشر غني هم د جهوریت پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې طالبان دي ټاکنو ته غاړه کښېږدي او له دې لارې دي ځان وګوري چې خلک څومره باور پرې لري.

افغان ولسمشر له وخته مخکې د ټاکنو طرحه تیاره او تمه وه چې  د ترکیې کنفرانس ته یې وړاندې کړي او ښايي اوس هم همدا چاره ترسره کړي خو  طالبانو بیا ویلي اوس وخت د ټاکنو نه دی او تیرو ټاکنو ته په کتلو سره افغانان پر ټاکنو باور نلري ځکه نو  دوی هم پکښي ګډون نکوي خو  تر ډيره بریده داسې فکر کیږي چې د ترکیې کنفرانس کې به تر ډیره بریده د ټاکنو کولو طرحه خوښه او ټول لوري به وهڅول سي چې د ټاکنو له لارې واک و سپارل سي چې په اصطلاح ټول اړخونه به پکښي نغښتي وي او د خلکو باور به هم لاس ته راغلی وي.

Comments are closed.