The news is by your side.

غني که طالبان زما څخه ویره لري زه ټاکنو ته نه دریږم

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی نن کندهار ولایت ته د سفر پرمهال یو ځل بیا پر جمهوریت ساتلو ټینګار کړی او طالبان يې ټاکنو کولو ته رابللي.

د هېوا ولسمشر محمد اشرف غني وویل طالبان دي راسي او ټاکنې دي ترسره کړي او له دې لارې دي خپل محبوبیت او باور مالوم کړي هغه وویل که طالبان له ما څخه ویره لري زه په ټاکنو کې برخه نه اخلم او دا ژمنه کوم

هغه زیاته کړه “نړۍ کې زموږ له اساسي قانون پرتله بل داسې قانون نسته چې اسلامي بڼه ولري. راسئ چې سره کښېنو، ځکه د اسلام مبین دین موږ سره نېږدې کوي، بېلوي مو نه.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل نه پریږدو چې د جمهوریت فصل نیمګړی پاتي او بهرني ځواکونه په عزت رخصتوو، ځکه زموږ سره يې مرسته کړې، خو موږ خپله خاوره تل ساتلې او بیا به یې هم ساتو.

ولسمشر محمد اشرف غني دا څرکندونې پرداسې مهال کوي چې د نوموړي لومړي مرستیال امرالله صالح هم تقریبا ورته څرګندونې کړې او هغه هم پر ټاکنو کولو ټینګار کړی.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا خوله خلاصه کړې او د واک د انتقال په هکله يې تازه څرګندونې  کړې دي هغه ویلي  واک به هیڅ یوې  ډلې ته ونه سپاري.

امرالله صالح نن له ولسمشرمحمد اشرف غني سره یوځای کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته دا څرګندونې کړې وې هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې واک به یوې ډلې ته ونه سپاري بلکي د ټاکنو له لارې واک سپارل ممکن دي.

امرالله صالح ټینګار وکړ چې دوی د خلکو په رایه راغلي او هغه چاته به واک وسپاري چې د ټاکنو له لارې د افغانستان خلکو انتخاب کړي او  رایه يې ورکړې وي.

د ولسمشر لومړي  مرستیال ځان مخاطب کړ اوویې ویل چې جمهوریت د دوی د پلار میراث نه دی او لکه څنګه چې په کلونو نور خلکو د جمهوریت ساتنه کړې له دې وروسته به یې هم ساتي.

خو  طالبانو بیا ویلي اوس وخت د ټاکنو نه دی او تیرو ټاکنو ته په کتلو سره افغانان پر ټاکنو باور نلري ځکه نو  دوی هم پکښي ګډون نکوي خو  تر ډيره بریده داسې فکر کیږي چې د ترکیې کنفرانس کې به تر ډیره بریده د ټاکنو کولو طرحه خوښه او ټول لوري به وهڅول سي چې د ټاکنو له لارې واک و سپارل سي چې په اصطلاح ټول اړخونه به پکښي نغښتي وي او د خلکو باور به هم لاس ته راغلی وي

Comments are closed.