The news is by your side.

شيخ عبدالحکیم او نو طالبان پاکستان ته څه کوي؟

خبريال ويب پاڼه/ راپورونه وايي چې د طالبانو مرکه چي پلاوي مشر شيخ عبدالحکیم حقاني او څو نورو طالبان پاکستان ته تللي.

که څه هم طالبانو څه نه دي ويلي خو يو شمېر سرچينو يې ويلي چې حقاني او ورسره مل کسان به د امريکايي ځواکونو د‌ ځنډ او وتلو، ترکيې ناستې او پر ورته نورو مسایلو خبرې وکړي.

د دې سفر په لړ کې شيخ عبدالحکیم د‌ طالبانو له رهبرۍ شورا سره ګوري او سلا مشورې سره کوي.

طالب پلاوی په دې هکله ډيري کتنې لري چې د امريکا او بهرنيو ځواکونو وتل له ځنډ سره مخ سو، دوی به مشورې وکړي چې ايا له دې ځنډ سره سره د سولې بين الافغاني خبرو ته ادامه ور کولی سې که نه.

تراوسه پوري په دې هکله نورو سرچينو څه نه دي ويلي خو ويل کيږي امريکا پاکستان او ترکيې هڅه پيل کړې څو طالبان مجبور کړي چې د سولې ر روان د ترکيې کنفرانس کې ګډون وکړي خو طالبانو بيا د سلا مشورو خبره کړې ده.

د سولې وروستۍ هڅه چې د استانبول غونډه ده بايد نتيجه ورکړي.

په افغانستان کې د يونما مشرې ديبرا لاينز بيا ويلي چې د دوحې کنفرانس کې د طالبانو دګډون لپاره هڅي رواني دي ترڅو هغوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

نوموړې وويل چې د دې کنفرانس ځنډيدل لاهم ښکیلو لورو ته ښه فرصت برابروي چې سلا مشورې وکړي.

هغې ويلي نور په افغانستان کې بايد د جګړې له دوام ډ ډه او د سولې پر لور ولاړ سو.

په ورته وخت افغان دولت د ترکيې کنفرانس لپاره د پوره چمتوالي خبره کړی او ويلي دي چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

ټول لوري دا ادعا وي پر داسې مهال کوي چې لا هم په ورځني ډول د افغانستان په زيات شمېر ولايتونو کې امنيتي پيښي او هدفي وژنې رامنځته ته کيږي چې خلک يې خورا اندېښمن دوی وايي هغه هڅې ورته د منلو وړدي چې په دې هېواد کې ژر تر ژر د جګړې اور مړ کړي

په عمومي ډول روانې نا امنۍ د افغانستان ټول ولس ګواښي او داسې ويره هم سته که د سولې روانې هلې نتيجه ورنکړي نو جګړې به نور هم زور واخلي

Comments are closed.