The news is by your side.

چینايي سفیر کچلاک کې څه کول او د سرینا د چاودنې هدف څوک وو؟‌

خبریال وېبپاڼه – په پاکستان کې د چین سفیر (نونګ رونګد بلوچستان ایالت سر ښار کوټې ته څېرمه په کچلاک (کچلاغسیمه کې له مهمو طالب مشرانو سره لیدلي‌دي.

دا لیدنه تېره ورځ ماسپښین د پآکستاني پوځ او استخباراتو په شتون کې شوې ده.‌

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې انتهايي لوړرتبه طالب مشرانو په پاکستان کې د چین له سفیر سره اوږدې خبرې لرلې خو د خبرو جزیات یې ورنه کړل.‌

    چې په پاکستان کې د چین سفیر دی تر اوسه په Nong Rong      

دې تړاو څه نه دي ویلي البته طالبان وايي‌ یوه ډله چنایان راغلي وو.‌

سرچینې وايي چې د چین سفیر او ورسره استخباراتي پلاوی چې کله له کچلاک نه واپس کوئټې ته راستون شو او په سرینا هوټل کې تر ځای پرځای کېدو وروسته د هم دغه هوټل د موټرو په تمځای کې موټربم چاودنه وشوه چې (۵ولسي پښتانه یې ووژل او (۱۴نور یې ټپیان کړل.‌

که څه هم د پاکستان تر ولکه لاندي په کوټه ښار کې د چاودنې مسئولیت ظاهرآ پاکستاني طالبانو په غاړه واخیست خو خلک داسي‌انګیري چې ګواکې دا د پاکستان له لوري‌ چینا ته دا پیغام ورکول وو چې پاکستان ته هم له پاکستاني طالبانو خطر ورپېښ دی او باید مرستې ورسره وشي.‌

د طالبانو ډېری مشران له قطر او شاوخوا نه د پاکستان کوټې ښار ته لا له وړاندي رسېدلي‌وو؛ خو ددوی د تګ علت ګونګ برېښېده.‌

تر اوسه رسمآ د طالبانو له لوري د چینايي چارواکو سره د لیدلو په تړاو څه نه دي‌ویل شوي؛ البته د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته ومنل چې دا مهمه لیدنه شوې ده.‌

کار پوهان په دې باور دي‌ چې ښايي د پاکستاني پوځ او استخباراتو له لوري د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده کچلاغ سیمې ته راوستل شوی وي او هلته یې د ځینو نورو طالب مشرانو سره هم لیدلي وي.‌

که څه هم طالبان اوس تر ډېره بریده د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو سره اړیکي ساتي؛ خو دا چې دا لیدنه ولی د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې وشوه ډېري پوښتنې یې را ولاړي کړي دي.‌

طالبان چې اوس د جګړې لپاره تیاری نیسي او د امریکایانو تګ ته انتظار دي ؛ په قطر کې د سولي‌خبرې په ټپه درولې دي‌ او د دوی ډېری مشران پاکستان ته ستانه شوي دي.‌ 

Comments are closed.