The news is by your side.

د افغانستان سوله رښتیا د پاکستان سوله ده؟

خبریال ویب پاڼه/ باجوه یو ځل بیا تیر ایستوونکې خبرې کړې او ویلي يې دي چې دوی د یوه با ثباته افغانستان لپاره په هڅه کې دي هغه دا څرګندونې  تازه کړې

د پاکستان د پاکستان د پوځ لوی درستیز له افغان سفیر سره د لیدنې پرمهال ځان څخه یوځل بیا سپین چرګ جوړ کړی او د خپل ځان او پاکستان په صقتونو  ورته سر سوی او ویلي يې دي چې د دوی یوازنی هدف په افغانستان سوله ده ترڅو دا هېواد ولسواک، خپلواک او باثباته و اوسي.

جنرال قمر جاوید باجوه ویلي د افغان سولې لپاره هڅه کوي او په افغانستان کې د سولې ثبات راتلل د دوی په ګټه هغه زیاته کړې په افغانستان کې سوله د پاکستن سوله ده.

له کومې ورځې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د دوستي او دښمني انتخاب ورکړی پاکستان کوښښ کوي چې ځان دوست ثابت کړي ځکه يې په دې څرګندونو پیل کړی.

خو تر دې وړاندې هم د افغانستان جګړه روانه وه او هم د سولې روانې خبرې پیل وې خو هیڅکله یوه پاکستاني ورته خبرې نه دي کړې که څه هم جنرال باجوه ویلي د سولې پروسه کې به مرسته کوي او د افغان سولې ګټه پاکستان ته هم رسیږي خو هیڅوک پرې باور نکوي.

داسې راپورونه ورکول سوي چې پاکستان چین او د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په یوه تازه لیدنه کې چې د کویټې په کچلاک سیمه کې ترسره سوې د یوه نوي پلان او مشورو خبر ورکول سوی خو دا چې څه به وي راتلوونکې کې مالومیږي تر اوسه پوري د افغانستان د سولې پروسه کې له تیرو شلو کلونو پاکستان ثابته او مستقیم قدم وا نه خیست نو ځکه له دې  وروسته هم پرې باور نه سي کیدلای.

تیره ورځ د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د افغان سولې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته يې  کړه چې د دې پروسې د بریا لپاره ۷۰ زره پاکستانیانو خپل ژوند قربان کړی.

خو پاکستان به خپل کار کوي اوس تر ډیره بریده افغانستان د نړۍ له نورو مهمو هېوادونو  سره خورا ښې اواغېزمنې اړیکي لري چې تر ډیره بریده کولای سي د پاکستان تشه ډکه کړي

Comments are closed.