The news is by your side.

امریکا: که ووزو هم څلور ساعته کې بیرته افغانستان ته رسیدای سو

خبریال ویب پاڼه/ بیاهم د امریکايي نظامیانو سره هغه اندېښنه چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته يې د افغانستان په هکله لري هغوی ویلي چې افغانستان لا هم زموږ مرستو ته اړتیا لري.

فرانګ مکنیزي ویلي له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغان پوځ هر اړخیزې مرستې ته اړتیا لري ترڅو پر خپلو پښو و دریږي.

هغه چې خپلې خبرې د سنا د دفاع جرګه ګۍ ته کولې ویلي چې په افغانستان کې د خپل سفارت د امنیت په هکله هم اندېښنه لري چې افغان ځواکونه به یې څنګه خوندي کړي.

نوموړي د الوتکو د الوت او نورو تنخنکي برخو کې د افغان پوځ د راتلوونکې په هکله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دوی مرستې ته اړتیا لري.

خو په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر په خپلو تازه ژمنو کې ویلي چې له افغانستان سره یوځای پاتیږي او له پوځیانو سره يې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

مکنزي یوه مهمه خبره چې وکړه و یې ویل که چیري موږ وغواړو په افغانساتن کې و اوسو د هوايي څار یا ترهه ګرۍ ضد بریدونو لپاره به افغانستان ته د وسلو بې پیلوټه او نورو جنګي الوتکو تګ تر څلورو ساعتونو  وخت ونیسی چې هلته ورسیږو.

لویډ اسټین د امریکا د دفاع وزیر بیا وویل چې  موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو، او د افغانستان پوځ تنخوا به هم موږ ورکړو.

امریکا به د می له لومړۍ د سپټمبر تر ۱۱ مې د خپلو سرتیرو د وتلو پروسه بشپړه وي خو  داسې ښکاري چې له بایډن څخه ماسیوا د امریکا نور سیاسون او نظامي مسؤلین په دې اقدام خوشحاله نه دي او د بایډن دې ګام ته په ښه سترګه نه ګوري هغوی وايي چې  په دې سره به امریکا راتلوونکې کې یولوی قرض پرې کړي.

خو پر افغان ځواکونو  د بارو کولو لپاره د افغان مشرانو ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع په یوازي سر په خپله وکړي.

هغوی وویل له تیرو دوه کلونو  را په دې خوا افغان ځواکونه په یوازي سر د هېواد ۹۸ سلنه امنیت په خپله نیولی عملیاتونه یې  کړي او لا به هم دوام ورکړي

Comments are closed.