The news is by your side.

د روماتېزم ناروغۍ په اړه ډېر پوه شئ!

خبریال ویب باڼه: د روماتېزم ناروغۍ په اړه به ټولو اورېدلي وي خو ښایي تر اوسه یې په لاملونه خبر نه یاست چې کوم څه د دې ناوړې ناروغۍ لامل کېږي. روماتېزم يوه دوامداره او ګواښوونکې التهابي ناروغي ده چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو باندې حمله کوي.

د روماتېزم ناروغۍ لاملونه څه دي؟

د دېناروغۍ تر اوسه پورې اصلي لامل نه دى څرګند، خو ډاکتران وايي د روماتېزم ناروغي هغه وخت منځته راځي چې زموږ د بدن معافیتي سیستم د بدن حجرو او نسجونو په مقابل کې په تېروتنې سره انتي باډي جوړه کړي او زموږ بدن تر خپلو حملو لاندې راولي، چې دغه حالت تهAutoimmune Reactio) ويل كېږي.
همدارنګه ځینې جنټيکي لامل هم شته چې د روماتېزم په رامنځته کېرو کې رول لری يعنې د کورنيو په غړو کې روماتېزم وي  او یا هغې ته ورته ناروغۍ ځينې ويروسي او باکتريايي ناروغۍ هم شته چې د روماتيزم سبب ګرځي.
د روماتېزم  ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟
د طبي پوهانو د څېړونو په اساس د دې داسې ویل شوي چې د روماتېزم ناروغۍ نښې نښانې ډېری بښې نښانې د لاس او پښو د ګوتو په بندونو کې ليدل کېږي. د دې ترڅنګ يې نورې نښې نښانې مړوند، ښنګرو او زنګنو په بندونو کې هم وي. چې په یادې ناروغس کې ناروغ په دوامداره توګه  تبه، د ستړيا احساس، د وزن کمېدو نښې لري.
په همدې ډول په روماتېزم کې په ۴۰ سلنه خلکو کې کې چې په دې ناروغۍ اخته دي د بندونو سره سره د بدن نور غړي او سيستمونه هم تر خپلې اغيزې لاندې راولي لکه؛ پوستکي، سترګې، سږي، پښتورګي، زړه او رګونه چې ښایي د دې ناروغۍ تر ژورې اغېزې لاندې یې راشي او په دېریو ناروغانو کې د زړه ناروغۍ پیدا کېدو لامل کېږي.
۴له روماتېزم څه ډول ځان ژغورئ
ډاکټران لارښوونه کوي چې په روماتېزم اخته ناروغان دې له مستو، اچار، شړومبو، ډېرو سړو اوبو، رومي بانجانو او زياتو غوړیو له خوړلو ډډه وکړي.
 د روماتېزم ناروغۍ درملنه څنګه وکړو؟
روماتېزم يوه ډېره ګواښوونکې او تخريبي ناروغي ده، چې د درملنې امکان يې د ناروغۍ په پرمختللي حالت کې بیا یو ناممکن کار ده، خو که چېرې مونږ د دې ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره  ژر تر ژره لاس په کار شو او د دوو مياشتو په موده کې چې کله د روماتېزم تشخیص وشو نو باید تر هر څه دمخه باید په درملنې پسې یې وګرځو ځکه که چېرې سستي وشي نو یو خو دا ناروغۍ په خپله د نورو ناروغیو رامنځته کېدو سبب کېږي او له بلې خوا په یوه لا علاجه ناروغۍ بدلېږي چې وروسته یې بیا د درملنې هېڅ ډول امکان نه لري. که چېرې روماتېزم ناروغۍ تشخيص شوه او درملنه يې ترسره شي، نو د دې ناروغۍ څخه د ښه کېدو امکان يې ډېر زيات دي.
خو که چېرې تاسې يا ستاسو د کورنۍ په غړو کې پورتنۍ نښې نښانې ولېدل شوې، نو ژر تر ژره د روماتولوژۍ اړوند پوهانو يا هم د بندونو د ناروغيو متخصص ډاکټر ته باید لاړ شي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.