د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر څنګه ترسره کیږي؟

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا ولسمشر جوبایډن تیره اونۍ اعلان وکړ چې سرتیري به یې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه په مکمله توګه وزي چې ناټو هم په همدې موده د خپلو سرتیرو ایستلو خبره وکړه.

ویل کیږي چې د سرتیررو وتلو لړۍ په پیل سر امریکا لومړي قدم کې ځايي ټیکدارانو سره خپل قراردادونه ختم کړي او د خپلو سامانونو په وړلو يې پیل کړی.

مالومات ښيي د پوځ ایستلو لړۍ تر هغو نه پیلیږي ترڅو نورې پوځي اډې ونه تړل سي، امریکا ویلي د بايډن له اعلان وروسته يې د خپلو پوځي سامانونو لیږل پیل کړي دي.

تر ډيره بریده د دې سامانونو د لیږلو لپاره هوايي لارې غوره سوې خو امریکایان د افغانستان په شمال کې له ځمکنیو لارو هم کار اخیستلی سي.

ایا په دې بهیر کې به طالبان بریدونه وکړي

د امریکا او طالبانو ترمنځ تیر کال د دوحې تړون ترسره سو چې له مخې به یې باید امریکایان تر راتلوونکې مي میاشت پوري وتلي وای خو د دې ځواکونو ماموریت نورو میاشتو ته اوږد سو طالبانو وویل که له مي میاشتي وروسته هرڅه وسي نو مسؤلیت یې د امریکا پر غاړه دی هغوی ویلي چې پر امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو باندې د وتلو پرمهال د بریدونو مسله له وخت مخکې پریکړه ده څه نسي ویلای.

د افغانستان په هکله اندېښنې

د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته سیمه ییزې اندېښنې زیاتي سوې یو شمېر هېوادونه د امریکا او ناټو شل کلن ماموریت په افغانستان کې په کلي توګه ناکام بولي او ویلي یې دي چې هسې يې وخت تیر کړ.

یو شمېر هېوادونه بیا له امریکا غواړي چې په دومره حساسو شرایطو کې باید افغانستان یوازي پرې نه ښودل سي په کور دننه د امریکايي سیاسونو او نظامیانو غبرګونونه هم همدا دي دوی وايي چې له افغانستانه وتل یوه احمقانه او نه جبرانیدونکې پریکړه ده او باید له سره غور پرې وسي.

یو شمېر د افغانستان له راتلوونکي ویره لري او وایي که امریکا له افغانستانه ووزي نو لیري نه ده چې دا هېواد به یوځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل سي چې د افغانستان په ګډون امریکا او متحدینو ته به یې لوی ګواښ و اوسي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More