The news is by your side.

د اسلامي حزب کسانو له درنو وسلو سره لاريون کړی

خبريال ويب پاڼه/ نمايش زور ښکارول او که باغي کيدل نن پروان کې د
په حزب اسلامي پوري تړلو لږکيو د پروان ولايت کې وسلوال لاريون کړی.
په دې لاريون کې ګذوالو ځوانانو لوی ويښتان لرل درنې وسلې ورسره وې او کوښښ يې کړی چې ځان وچشيت لرونکي معرفي کړي.
همدارنګه په عمر پخو خلکو هم پکښې ګډون کړی چې له هر يوه سره روسۍ وسله ښکاريده.
د دې حزب مشر ګلبدين حکمتيار څه موده وړاندې ويلي وو، چې د خپلو غوښتنو د لاس تن راوړلو لپاره په کابل او ولایتونو کې لاريونونه کوي.
هغه وويل له دې سره سره چې لاريونونو کوو زموږ وسلوال کسان به هم غونډې کوي چې ښغ بېلګه يې همدا د پروان ننی لاريون او د درنو وسلو نمایش دی.
ګل بدين حکمتيار دعوه وکړه کله چې د سولې پروسې سره يو ځای کيدی افغان دولت سره يوه هوکړه وکړه چې دا هوکړه ترسوې خو دولت د هوکړي پر بينا دوی سره هيڅ نه دي منلي ځکه نو غواړي خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.
ګل بدين حکمتيار هغه کس دی چې تل يې د موقت حکومت نارې وهلې او د دې دولت شتون ته يې فاسد ويلي.
له وسلو سره لاریون څه معنی؟
که څه په افغانستان کې خپل سرې وسلوالې ډلې ترهه ګرې ډلې زياتي دي خو ګل بدين چې وايي د مدنيت له لارې غواړي ږغ لوړ کړي نن وحشت را واخيست ځکه د هېواد په دې حساسو او نازکو حالاتو د انسانانو وحشي جوړول او په عام محضر کې د درنو او سپکو وسلو نندارې ته وړاندې کول همدا معنی لري خپله د دې ګوند مشر چې کابل کې يې لاریون کې برخه اخستله مرمۍ ضد خونه کې ناست وو ان محبوبيت يې دومره زيانمن سوی چې پپ خپلو ملاتړو يې هم باور نه درلود، هلته نوموړي وويل چې دوی به وسلوال لاريونونه هم کوي؟
وسلوال لاريون څه معنی؟
په غيري قانوني ډول وسله لرل پورته کول جرم او په ټولنه کې وحشت خپروي د اسلامي حزب مشر وويل موږ وسلوال لاريونونه کوو، وسلوال لاريونونه يوازي له تاوتريخوالي او وژنو ډک وي خو ښايي د حزب هدف دولت ته قدرت ښکارول او پيغام ورکول وي.
دولت څه وکړل؟
که څه دې حزب د ارګ نيولو کابل محاصره کولو وسلو پورته کولو او دې ته ورته ګواښونه وکړل خو دولت هوڅ کله غبرګون و نه ښود، ښایي دولت حزب کوچنۍ ډله بولي، ځکه غبرګون هغه وخت ښودل کېږي چې دولت مقابله ډله مهمه او لويه وبولي

Comments are closed.

koi finance