کراچي: د طالب مشر ملا فاضل روغتیا يي حالت اندېښمن دی
خبریال وېبپاڼه – د طالبانو د کوټې شورا غړی او د قطر د مذاکراتي ټیم سره تړاو لرونکی ملا فاضل اخوند د کراچي په یوه شخصي روغتون کې تر بستر لاندي دی.
ملا فاضل اخوند ته د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلي د کوټې شورا بل غړيخبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا فاضل اخوند عملیات شوی او لمړیو کې روغتیا يي حالت ښه وو خو اوس یې روغتیا خرابه شوې ده.
سرچینه وايي چې ملا فاضل د معدې عملیات کړي او ډاکترانو ورته ویلي چې ښايي د معدې ټرانسپلانټ ته ضرورت پیدا کړي.
تر اوسه طالبان دا موضوع پټه ساتي خو خبریال وېبپاڼې ته ترلاسه شويراپورونه ښيي چې ملا ترابي چې د زندانونو د کمېسیون مشر دی په کراچي کې د ملا فاضل اخوند درملنه په غاړه اخیستې ده.
د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې د طالبانو د روغتیا کمېسیون د ملا فاضل د علاج د پیسو له ورکړې ډډه کړې ده او ویلي یې دي چې ملا فاضل ډېري پیسې لرياو خپله درملنه دي په شخصي لګښت وکړي.
د طالبانو د روغتیا کمېسیون چې اوس د ناندریو ښکار دی تر نظامي او ګمرکاتو کمېسیون وروسته لویه بودیجه لري چې د ټپیانو او طالب ناروغانو درملنه کوي.
د روغتیا پر کمېسیون باندي دا تورونه هم پوري شوي دي چې په یو ډول د طالب ټپیانو درملنه نه کوي؛ او هغه طالب ټپیان چې د ایران ذاهدان ته انتقالیږي هغوی ته هیڅ ډول پیسې نه ورکوي؛ البته د هغو طالب ټپیانو درملنه د ملا ګل اغا په غاړه وي چې هغه یې په خپل شخصي لګښت کوي.
کوټې او پېښور ته د افغانستان د جګړې څخه انتقال شوي ټپي طالبان هم اکثره خپله درملنه په چاندو او بسپنه کوي؛ خو اوس اټکل دادی چې ښايي ملا ترابياو ملا فاضل د روغتیا د کمېسیون خلاف آواز اوچت کړي.
خبریال وېبپاڼې ته ځینو طالب سرچینو وویل چې د ملا فاضل اخوند معده کینسر شوې ده ؛ خو د ملا فاضل پوښتنې ته ورغلي د کوټې شورا یوه غړيخبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ملا فاضل معده کینسر نه ده بلکه دوی به یې روغتیا ييریپورټ خبریال وېبپاڼې ته را واستوي.
دا مولوي صیب وايي چې ملا فاضل ته د معدې د بله ناروغي ورپېښه ده چې عملیات یې اړین وو.
دې وروستیو کې ګڼ طالب مشران له قطر نه کوټې او د پاکستان نورو ښارونو ته تللي چې یو یې د اختر نه وروسته خپله دوهمه ناوې ودوي او د واده مراسم به د افغانستان پر ځای په کوټه کې ونیول شي.
Comments are closed.