The news is by your side.

بلوڅ مجاهدينو شپږ پاکستاني عسکر هلاک او پنځه نور يې له ژونده ايستلي

خلريال ويب پاڼه/ بلوڅ ملتپالو مجاهدينو په دوه جلا بریدونو کې پاکستاني عسکر هلاک او ټپيان کړي دي.

د بلوڅ ملتپالو ليبړېشن فرنټ په نوم وسلوالې ډلې ويلي چې پر پاکستاني عسکرو يې ناتار جوړ کړی ګڼ يې هلاک کړي او نور يې هلاکت ته رسولي.

دوی ادعا کړې چې پر دوه پوځي پوستو یې دوه جلا بریدونه کړي چې ۶ عسکر يې په هلاکت رسولي او د پنځو نورو يې له ژونده خوا ور توره کړې.

دوه غبرګو بریدونو کې د پاکستان ظالم رياست ۱۱ ظالمو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ځو ښايي که د ژوبلو کسانو وضعيت سم نه وي نو د مړو شمېر نور هم زياتيدلی سي.

لومړی بريد د بالګتر په دمب سيمه کې پر هغه پوسته سوی چې تازه جوړه سوې، او لس عسکر پکښي ميشت وه چې پنځه يېد مجاهدينو په لاس هلاک سوي.

بل بريد يادو مجاهدينو د کوچ ګياب سيمه کې يو پاکستانی عسکر په نښه ويشتونکي توپک ويشتلی او ځا پرځای وژل سوی دی

بلوڅ ملتپال مجاهدين له تيرو څو کلونو را په دې خوا د پاکستان جابر رياست پر ضد وسله پورته کړې او په اونيز ډول پرې وسلوال بريدونه کوي چې ورته زيات زيان اړوي او عسکر په هلاکت رسوي.

دا مجاهدين چې د خپل ولس او ملت لپاره يې سپيڅلې پاکه مبارزه او جهاد پيل کړی وايي تر هغو به پاکستانی عسکر او دولتيان وژني څو چې يې ازادي نه وي اخيستې.

د پاکستان جابر رياست له لوري نه يوازي چې پلوڅان په تکليف دي بلکې په محکومه پښتونخوا کې ترې پښتانه ولسونه هم پوزې ته راغلي.

د دوی د روانو ظلمونو له کبله پلوڅانو وسله پورته کړه او پښتنو د يوه مدني حرکت له لوري ټولې نړۍ ته د پښتانه د امن پسندۍ او د پاکستان د ظلمونو په هکله وويل چې دا مبارزه اوس په يوه نه ماتوونکي حرکت بدله سوې که چېرې د پښتنو او بلوڅو مدني او وسلواله مبارزه روانه وي نو ډير ژر به په خوښیو خپله خپلواکي ولمانځي، خو قوي هوډ په کار ده 

بلوڅ او پښتانه اوس ويښ سوي او غواړي د ډير غټ اکثريت په درلودلو سره د پاکستان مخه ونيسي

Comments are closed.