The news is by your side.

درېيمه څپه؛ هېواد کې کرونا په زیاتېدو ده

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د افغانستان په شمول ګڼو هېوادونو کې کرونا ویروس دوې څپې تېرې کړې، خو اوس بیا د دغه ویروس درېیمه څپه پيل شوې ده، چې ګڼې اندېښنې یې پیدا کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، له تېرو دوو اونیو راهیسې د کرونا پېښې په نسبي ډول د زیاتېدو په حال کې دي.
د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري ویلي چې یوازې پرون جمعه د ۱۷۸۱ مشکوکو پېښو له ډلې ۱۹۶ مثبتې راوتلي دي، چې لوړ ارقام دي.
د نظري په خبره، د ویروس بدلون موندلې بڼه هم افغانستان کې اوس خپره شوې ده او په خبره یې، دوی تراوسه افغانستان کې د کرونا ویروس د بدلون موندلې بڼې دوه سوه مثبتې پېښې ثبت کړي دي.
ده یادونه کړې، چې د بېلابېلو ولایتونو دا شمېرې ممکن په نسبي ډول لوړې وي، ځکه د ویروس دا ډول په وړو او خفیفو نښو کې راڅرګندیږي، یعنې یو کس نښې نښانې نه لري، خو ناروغي تیروي.
په افغانستان کې تراوسه په رسمي ډول د کرونا نژدې اته پنځوس نیم زره پېښې ثبت شوي او له دې ډلې څه باندې دوه نیم زره کسان مړه شوي دي.
کرونا سره ولې سمه مبارزه ونه شوه؟
که څه هم په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیونونه ډالر مصرف شول، خو دغه پیسې ډېری د چارواکو شخصي جیبونو ته لاړې او د کرونا د مخنیوي چارې په هغه کچه ترسره نه شوې، لکه څنګه چې باید شوې وای.
په دې لړ کې د یو شمېر ولایتونو والیان او د عامې روغتیا رئیسان هم په فساد تورن وپېژندل شول، چې د ځینو دوسیې څارنوالۍ ته لاړې خو تر اوسه یې درک نه لګېږي.
د شنونکو په باور، دا اوس چې افغان حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې داسط ناچاره دی، علت یې هم د چارواکو فساد دی، ځکه تر اوسه دلته یو معیاري روغتون لا نه دی جوړ شوی.
پکار خو دا وه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په مرسته شویو او منظور شویو پیسو معیاري روغتونونه جوړ شوي وای، خو د دې پیسو نیمه برخه چارواکو تاس و ناس کړې، چې اوس یې خلک حیران کړي دي.

Comments are closed.