The news is by your side.

“که له افغانستانه امریکایان ووځي، لانجې زیاتېږي “

خبریال وېبپاڼه/ ایرو ایشا بهرنۍ خپرونه وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو داسې ژر وتل یو غیر مسوولانه کار دی، چې نتیجه به یې د ستونزو او لانجول زیاتېدل وي. 

ایرو ایشا په خپله تازه مقاله کې لیکلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پرته له ویجاړېدو بل څه نه لري، ځکه دوی په غیر مسوولانه ډول له افغانستان څخه وځي.

سرچینه زیاتوي، چې امریکايي ځواکونو افغانستان ته د ترهګرو د ځپلو او نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره راغلې وه؛ خو د دوی تر وتلو وروسته به یو ځل بیا یاد هېواد ویجاړ شي او ترهګرې ډلې به یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.

یاده مقاله کې راغلي، امریکا له افغانستان څخه په غیرمسوولانه توګه وځي؛ ځکه دوی خپلو موخو ته نه دي رسیدلي او په بد وضعیت کې دغه هېواد یوازې پرېږدي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د جو بایډ اداره باید د دغې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي او په داسې لارو چارو فکر وکړي، چې نتیجه یې د افغانستان د ویجاړي پر ځای د تل لپاره د ترهګرۍ د ګواښ ختمول وي.

د سرچینې په خبره، افغانستان د پرمختګ په حساس پړاو کې دی او په تېرو شلو کلونو کې یې هره برخه کې لاسته راوړنې درلودې، خو اوس د بهرنیو ځواکونو وتل د دغو ټولو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښ متوجه کول دي.

 د امریکا ولسمشر جوبایډن پرېکړه کړې، چې خپل سرتیري د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې له افغانستان څخه وباسي؛ خو امریکا کې ځايي استخباراتي او سیاسي شنوونکي د نوموړي له پرېکړه سره همغږي نه دي.

دغه راز نړیواله ټولنه، د بشري حقونو کمیسیون او نړیوال سازمانونه هم اندېښمن دي، چې د امريکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځایونو بدل شي او د ترهګرۍ ګواښ به ټولې سیمې ته او ان نړۍ ته ورسېږي.

په کور دننه هم یو شمېر بنسټونه په دې حساس پړاو کې، چې طالبانو لا سولې ته غاړه نه ده ایښې، د بهرنیو ځواکونو وتل تېروتنه بولي او اندېښنه ښيي، چې افغانستان به له بد وضعیت سره مخ شي او وسله وال طالبان به د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅې پیل کړي.

Comments are closed.