The news is by your side.

پنټاګون: طالبان لاهم القاعده سره اړیکې لري

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه راپورکې  څرګنده کړې چې په افغانستان کې لاهم دالقاعده شبکې له شتونه ویره لري او لاهم په دې هېواد کې د القاعده غړي شتون لري.

پنټاګون چې خپل دا راپور د دې هېواد له کانګریس سره شریک کړی دا اندېښنې يې پکښې ویلې او زیاته کړې يې ده چې د دوی له ځپلو وروسته القاعده زیاته کمزورې سوې خو اوس يې هم ځینې غړي په افغانستان کې فعال دي او له طالبانو سره نژدې اړیکي لري.

پنټاګون له القاعدې څخه ویره څرګنده کړې او زیاتوي د القاعده دا پاتي شوني کولای سي چې د طالبانو په مرسته امریکا او د دې هېواد ګټو ته خطر پیښ کړي.

پنټاګون د خپل راپور په دوام ویلي دوی ویره لري چې القاعده به یوځل بیا خپل فعالیتونه زیات کړي چې له مخې  به امریکا او متحدینو ته ستر ګواښونه پیښ کړي.

د امریکا پر دې فلمو شک پیدا کیږي چې شل کاله خو یې یا د القاعدې په نوم جګړه نه ده کړې او  یاهم په ورته دلیلونو غواړي یو بل څه وکړي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې امریکا به خپل ځواکونه له افغانستانه باسي او طالبان به د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي سازمانونو سره خپلې اړیکې پرې کوي خو دا چې امریکایان د وتلو په درشل کې دي بیا څنګه داسې مالومات خپروي چې طالبان القاعدې سره اړیکي لري طالبانو د ژمنتیا پر برابر باید داسې نه وای کړي خو داسې مالومیږي چې امریکا یوازي پلمې لټوي او د دې پلمو په لټولو سره به یو وخت لوی  دلیل پیدا کړي چې لامل به یې همدا تورونه وي.

امریکا دا هم ویلي چې القاعده ښايي د طالبانو په مرسته پر دوی بریدونه وکړي همهاغه خبره لکه شل کاله وړاندې چې  د طالبانو په مرسته پر امریکابریدونه وسول امریکا همداسې خبره کړې.

تحلیلونه او نظریي لا له وړاندې داسې مالومیږي چې امریکا په اسانۍ له افغانستانه نه وزي او بیا د ترهګرو سره په جګړه کې بوخته وي نړیواله پلمه يې هم جوړه ده خو مهمه خبره داده چې د طالبانو له لوري پر امریکایانو ټولې لارې و درول سی او دې ته مجبوره سي ووزي

Comments are closed.