The news is by your side.

امریکا افغانستانه ته یو کنډک او ۶ بي ۵۲ ډوله الوتکې لیږي

خبریال ویب پاڼه/ یو لړ مالومات وايي چې امریکا یو کنډک سرتیري او ۶ بي ۵۲ ډوله الوتکې افغانستان ته لیږي دوی يې دلیل له افغانستان د خپلو سرتیرو لیږد او امنیت بللی.

خو بل پلو پنټاګون په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو شتون په هکله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې ښايي د طالبانو په مرسته القاعده یو ځل بیا سر پورته پر امریکا او متحدینو باندې  بریدونه وکړي.

او له همدې راپور سره تر خوا افغانستان ته اضافي سرتیري او الوتکې لیږي، د امریکا دفاع وزارت د دې مطلب په څرګندولو سره ویلي چې دوی د خپلو سرتیرو د امنیت ساتلو لپاره دا الوتکې لیږي او ورسره څنګ کې هلته د سرتیرو شمېر هم زیاتوي ترڅو له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو بهیر بشپړ کړي.

دا مالومات ښيي چې تراوسه د امریکا دوه دا لويي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته رسیدلې دي، او دوی به خپل یو شمېر تجهیزات ولیږدوي یو شمېر به افغان پوځ ته ورکړي او یو شمېر به هم دلته له منځه یو سي.

جان کربي د پنټاګون ویاند د احتمالي خطرونو په وړاندې د خپلو چمتوالي په هکله خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ټولو سرتیرو د وتلو بهیر به په منظمه توګه پرمخ ځي.

که امریکا افغانستان ته سرتیري لیږي ورسره څنګ کې د امریکا دفاع وزارت نوې پلمې  هم لټولې او ویلي يې دي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د شتون خطره ډیره ده.

د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه راپورکې  څرګنده کړې چې په افغانستان کې لاهم دالقاعده شبکې له شتونه ویره لري او لاهم په دې هېواد کې د القاعده غړي شتون لري.

پنټاګون چې خپل دا راپور د دې هېواد له کانګریس سره شریک کړی دا اندېښنې يې پکښې ویلې او زیاته کړې يې ده چې د دوی له ځپلو وروسته القاعده زیاته کمزورې سوې خو اوس يې هم ځینې غړي په افغانستان کې فعال دي او له طالبانو سره نژدې اړیکي لري.

پنټاګون له القاعدې څخه ویره څرګنده کړې او زیاتوي د القاعده دا پاتي شوني کولای سي چې د طالبانو په مرسته امریکا او د دې هېواد ګټو ته خطر پیښ کړي.

پنټاګون د خپل راپور په دوام ویلي دوی ویره لري چې القاعده به یوځل بیا خپل فعالیتونه زیات کړي چې له مخې  به امریکا او متحدینو ته ستر ګواښونه پیښ کړي.

Comments are closed.