امریکا: ښايي افغانستان کې هوايي بریدونو ته دوام ورکړو

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا پوځ وايي، ښايي د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړو.
ډیلي بیسټ خپرونې د امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم د اړتیا په صورت کې هوایي بریدونو ته دوام ورکوي.
ډیلي بیسټ د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال مکنزي له خولې ویلي چې امریکا به افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له نږدې څاري او که اړتیا یې وه نو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.
راپور کاږي، امریکا ویلي چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.
تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر هم ویلي وو چې که چېرته په افغانستان کې ترهګري وده وکړي نو دوی به بیا هم نظامي اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره بې پیلوټه الوتکې او اضافه سرتېرو د رالېږلو خبره کړې ده.
د امریکا پوځ ویلي چې د دوی لسګونه سمندري او ځمکني ځواکونه به د مېشتو سرتېرو د ایستلو لپاره امنیتي تابیاوې ونیسي، څو د ترهګرو له ګواښ سره مخ شي.
هلته بیا بریتانیايي چارواکو ویلي چې ښايي طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پر بهرنیو ځواکونو بریدونه پیل کړي او د جګړې نوی فصل پیل کړي، ځکه په خبره یې، د دوحې د تړون پر اساس باید امریکايي ځواکونه د مې میاشتې کې وتلي وای، خو دوی د دوحې تړون نقض کړ او د سپټمبر میاشت کې یې د ځواکونو د ایستلو خبره کړې ده.
د امریکايي ځواکونو وتلو په کور دننه یو شمېر اندېښنې هم پیدا کړې دي او دا وېره موجوده ده چې ښايي افغانستان بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شي، خو امنیتي ځواکونو او افغان حکومت بیا خلکو ته اطمنیان ورکړی چې ترهګرې ډلې به هېڅلکه افغانستان بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل نه کړي او سخت به یې وځپي.
لا مالومه نه ده چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به طالبان پر امریکايي ځواکونو بریدونه پیل کړي او که نه، خو دغه ډله بې باوره ډله بلل شوې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More