The news is by your side.

د سي ای اې مشر په پټه کابل ته راغلی څه یې وکړل؟

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وایي چې تیره اونۍ  داسې مالومات سته چې د امریکا د استخباراتو  رییس په پټه کابل ته راغلی او د لته يې د مهمو مسایلو په هکله کړنې ترسره تر کړې دي.

اسوشټیډپرس خبر ورکړی چې دوی ته مهمو سرچینو ویلي چې ویلیمز برنز کابل ته راغلی خو په دې سفر يې ډیر څوک خبر سوي نه دي.

سرچینې ویلي  برنر د خپل سفر په ترڅ کې چې رسنیز سوی  نه دی له افغان چارواکو سره لیدلي او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې ورسره پر حالاتو او وضعیت خبرې کړې دي.

جزیات وايي چې د برنز سفر ځکه مهم وو، چې د امریکا د سي ای اې تر واک لاندې شپږو  قطعو له جملې څخه چې په افغانستان کې يې دوی لري دوه يې افغان ملي  امنیت ته سپارلې.

د سي ای اې دې مشر د امریکايي ځواکونو  له وتلو وروسته هم افغان دولت ته ډاډ ورکړی چې د دوی جګړه به د ترهه ګرۍ په وړاندې دوام ولري او  د همکاریو ډاډ يې ورکړی.

تراوسه پوري افغان دولت د ښاغلي برنز د سفر په هکله څه نه دي ویلي خو تر ډیره بریده ښايي د دې مهم امریکايي سفر افغانستان ته اړین وو، ځکه له پوځي حضور وروسته شونې ده چې امریکا خپل استخباراتي حضور زیات کړي.

څو ورځې  وړاندې د یو شمېر  سرچینو په حواله داسط راپورونه خپاره سول چې ګواکي د افغانستان جګړه امریکايي قرا دادیانو سپارل کیږي او نور به دا جګړه سي ای اې مخ ته وړي

امریکايي رسنۍ وايي  جوبایډن د امریکا جګړه قرار دادیانو ته سپاري

امریکايي کورډ اکشن مجلې د افغانستان په هکله یو مهم مطلب کې ویلي د عامه اذهانو د خطا ایستلو لپاره بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو خبره را مخکې کړه خو په اصل کې بایډن د جګړې پای ته رسولو اراده نلري او د جګړې د دوام لپاره به په دې هېواد کې زرګونه قراردادي جنګیالي پريږدي ترڅو افغان جګړه مخ ته بوزي.

د بایډن د دې ارادې له مخې به افغانستان څخه امریکايي سرتیري وزي او دې هېواد ته د پنټاګون قرار دادیان ځانګړي ځواکونه او استخباراتي کارکوونکي پاتیږي چې د لته هرڅه سمبال کړي.

د راپور په دوام یو بله حیرانوونکې خبره داده چې امریکا د خپلو سرتیرو په هکله هم رښتیا نه دي ویلي مطلب کاږي سره له دې چې امریکا ۲۵۰۰ سرتیري لري ورسره څنګ کې د سي ای اې زرګونه کارکوونکې چې  په پرمختللو وسلو سمبال دي افغانستان کې حضور لري او د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته به دوی دا جګړه مخ ته بیايي.

په ورته مهال یو شمېر نورو رسنیو ویلي که چیري افغانستان کې تاوتریخوالی همداسې ادامه پیدا کړي نو بایډن به خپله پریکړه بیرته واخلي ځکه په وینا يې دلته د امریکا ضمانت اونړیوال باور ښايي زیانمن سي.

Comments are closed.