The news is by your side.

ښه خبر: د شاه وعروس بند کې د اوبو ذخیره کولو چارې پیلیږي

خبریال ویب پاڼه/ په دې  وروستیو کې د افغان دولت له لوري د هېواد د اوبو د مدریت برخه کې پاملرنه زیاته سوې  او د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د اوبو پر بندونو کار روان دی او ډیری يې ګټې اخیستنې ته  و سپارل سول او لا به هم سپارل کیږي.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې په خپله نوي بیان کې ویلي چې د کابل د شاه وعروس بند ساختماني چارې بشپړې سوې او ډير ژر به یې د اوبو ذخیره کولو پروسه پیل سي.

مالومات ښيي چې په سیمه کې له خلکو غوښتل سوي چې ساحه پآکه کړي ترڅو د اوبو ذخیره کولو چارې په چټکۍ سره پیل سي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل سي.

د شاه و عروس بند چې د افغانستان د اوبو تنظیم ملي ادارې له لوري جوړیږي د ۱،۲ میګاواټه برېښنا ورکونې  ظرفیت لري او همدارنګه ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه ولی سي د دې ادارې د مالوماتو له مخې چې د ۹ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو وړتیا هم لري.

د افغانستان د اوبو تنظیم ادارې د مالوماتوله مخې چې دا مهال په لویه اوټیټه کچه د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي ګامونه پورته سوي او غواړي له دې لارې ډیر بندونه اوچک ډمونه جوړ کړي.

څو ورځې وړاندي د اوبو د تنظیم ادارې له لوري د هېوا په یو شمېر ولایتونو کې  د ۴۴ نورو لویو بندونو د جوړیدلو خبر ورکول سو چې د هېواد والو له تود هرکلی سره مخ سو، افغان ولسمشر د کمال خان بند د پرانیستې پرمهال ژمنه وکړه چې یوه خاصه پاملرنه به د هېواد اوبو ته کوي او د خپل هېواد اوبه به له بیل ارزښت څخه برخمنې کوي.

افغان ولسمشر پر ایران ږغ وکړ چې نورې مفتي اوبه نسته او غواړئ اوبه ترلاسه کړئ نو موږ ته به پیسې او یاهم تیل راکوئ په عمومي ډول د هېواد د اوبو ارزښت اوس مهال ټولو هېوادوالو ته څرګند سو او په هره سیمه کې چې د اوبو د مهارولو لپاره اقدام کیږي نو د هېوادوالو له لوري له ګرمو هرکلیوسره مخ کیږي که د افغانستان اوبه په بشپړه ډول سره مهار سي نو لیري نه ده چې دا هېواد به یو ښه راتلوونکی ولري

Comments are closed.