The news is by your side.

محب: طالبان د پاکستان لاسپوڅي او د پاکستان ډول ته څرخي

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب يو ځل بيا طالبان و ټکول او و ننګول هغه وويل چې طالبان د سولې اراده نه لري.

محب چې نن د نورو دولتي مسولينو ترڅنګ يوې خبرې غونډه کې راڅرګند سو وويل چې د طالبانو پرځای دي له پاکستان سره خبرې وسي ځکه طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او د دې هېواد ډول ته څرخي.

هغه ويل طالبان دي په دې پوی سي چې د جګړې له لارې واک ته نه سي رسيدلی او نه دي هم دا فکر کوي.

هغه د ترکيې کنفرانس ته په اشارې وویل طالبان د سولې اراده نلري، ځکه چې په بيلو پلمو جګړې ته دوام ورکوي او له افغان حکومت سره له مخامخ کيدلو څخه تښتي.

د محب د دې خبرو په تړاو طالبانو څه نه دي ويلی

په همدې غونډه کې د هیواد د ملي امنيت رييس ضيا سراج افغانستان ته د سي ای اې رييس سفر تاييد کړ او د ترهه ګرۍ پر وړاندې يې د ګډې مبارزې خبر ورکړ.

هغه د صفر يو، صفر دوه، صفر درې او کي پي ايف ځواکونو او قطعو په اړه وويل چې د افغان ملي امنيت تر قوماندې لاندې دي او خپل فعالیت کوي.

حمدالله محب پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امريکايي ځواکونه له هېواده په وتلو دي او سیمه ييز هېوادونه په دې هڅه کې دي چې طالبان د ترکيې غونډه کې په ګډون کولو راضي کړي.

خو طالبانو تراوسه ويلي چې د دوی انديښنو ته ځواب نه دی ويل سوی او په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

په ورته مهال د سولې په دې برخليک سره نن په هېواد کې د امنيتي پيښو په ترڅ کې لس کسان ووژل سول چې ډيری يې ملکيان وو، په ورځني ډول هره ورځ جګړه د لسګونو بې ګناه افغانانو ژوند اخلي.

د امريکايي پوځيانو وتلو سره که څه هم افغان حکومت د افغان ځواکونو د پياوړتيا او د ځواکونو له لوري د هیواد او خلکو ساتنې خبره کوي خو بياهم خلک انديښمن دي چې جګړې به زياتي سي.

امريکايي او ټولو بهرني پوځيان به تر راتلونکې سپټمبر مياشتې ۱۱ مې پوري ټول له افغانستانه وزي

Comments are closed.